د امرېكې په ډيټرائټ ښار كښې تعينات د لبنان قونصل جنرل ملك بدر كړے شو

  بېروت۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو د ايالت مشي ګن په ډيټرائټ ښار كښې  د لبنان په ځائے كړے قونصلر جنرل ابراهيم شراره ته د هسواد پړېښودو امر كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه   ابراهيم شراره  امرېكا پرېښې ده  ۔ دا پرېكړه  د امرېكې  خارجه محكمې د هغه نا خوښي ګرځولو  نه پس كړې ده۔  د دې اقدام سبب   د ابراهيم شراره  …

 

بېروت۔ 10 نومبر (اے پي پي)  د امرېكې خارجه وزير ماركوروبيو د ايالت مشي ګن په ډيټرائټ ښار كښې  د لبنان په ځائے كړے قونصلر جنرل ابراهيم شراره ته د هسواد پړېښودو امر كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه   ابراهيم شراره  امرېكا پرېښې ده  ۔ دا پرېكړه  د امرېكې  خارجه محكمې د هغه نا خوښي ګرځولو  نه پس كړې ده۔  د دې اقدام سبب   د ابراهيم شراره  د اړخه په كال 2021 كښې په سوشل مېډيا كړے پوسټ ښودلے كېږي  چې پكښې په 1993 كښې بېروت كښې د امرېكې مېرينز په هيډ كوارټر د شوي بريد د ستائنې تاثر رامخې ته كېدو۔په دغه بريد كښې د امرېكې 241 عسكر مړه شوي وو۔  د خارجه محكمې  وياند تصديق وكړو چې د لبنان قونصل جنرل نا خوښے ګرځولے شوے دے ۔ د هغه وېنا وه چې  كوم خلق په امريكا كښې د ترهه ګرې بريدونو ستائنه كوي  يا د دې جواز وړاندې كوي   د هغوي لپاره په دې هېواد كښې  هيڅ ځائے نشته۔  د لبنان خارجه وزير  يوسف رجي اعلان وكړو چې په ډيټرائټ كښې د ابراهيم په ځائے به  يو نوے سفارتكار  قونصل جنرل لګولے شي۔

مزید خبریں