انطاليه 10 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون و ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي پاكستان د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي، د سموګ خاتمې، د كلين انرژي ودې او ځوانانو ته د روزګار موقعو وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي، پاكستان دا كار د بهرني مالي معاونت نه غېر خپلو ماشومانو او د نوي كول سباون خوندي كولو لپاره كوي۔ د نهې په ورځ د …
پاكستان د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي، د سموګ خاتمې، د كلين انرژي ودې او ځوانانو ته د روزګار وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي۔ سينيټر ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
انطاليه 10 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون و ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي پاكستان د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي، د سموګ خاتمې، د كلين انرژي ودې او ځوانانو ته د روزګار موقعو وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي، پاكستان دا كار د بهرني مالي معاونت نه غېر خپلو ماشومانو او د نوي كول سباون خوندي كولو لپاره كوي۔ د نهې په ورځ د كوپ-31 كنفرنس په مهال د پاكستان پويلين كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د تېرو 10 پنځلسو كالو په مهال پاكستان كښې د موسمياتي تباهۍ په نتيجه كښې 6 زره كسان مړه٬ نزدې شل زره ژوبل او څلور كروړه كسان ځپلي او د 3 نه تر څلور كروړه كسان بې كوره شوې دي، د دې حقائقو كتنه ضروري ده چې د موسمياتي بدلون ذمه وار هېوادونه او د دې اثرات په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل د نړۍ درې هېوادونه نزدې 40 فيصده او لس هېوادونه په مجموعي توګه نزدې 70 فيصده د ګرين هاٶس ګيسز د اخراج ذمه وار دي خو د موسمياتي تباهۍ اثرات پاكستان او نور اسيائي هېوادونه برداشت كوي، په بلوچستان كښې كلاٶډ برسټ، په سندھ كښې موسمياتي تباهي او غرونو څخه ټكر كېدونكې راتلونكې فليش فلډز د دې ښكاره مثالونه دي۔ ده ووئيل پاكستان د نورو پورونو اغستو په ځائي شراكت دارۍ او نوو كاروباري منصوبو ته وده وركول غواړي٬ ده ووئېل پاكستان غٶاړي چې نړيوال شراكتدار د پاكستان ځوانانو سره په ګډه كاروبار وكړي او دې عمل څخه دواړٶ ډلو ته ګټه ترلاسه شي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره ګرين فيلډ او د ګرين يونيورسټي په نوم نوے فريم ورك معارفي كېږي٬ د ګرين فيلډ له مخې به نوو كاروباري منصوبو او تجارتي خيالاتو ته وده وركولې شي او ښه كمرشل آئيډياز به په كاروبار بدلولو ته به فنډنګ وركولې شي٬ د ګرين يونيورسټي په حواله ده ووئيل د دې منصوبې له مخې به د پاكستان زده كوٶنكو او ګريجويټس ته د نړۍ د اعليٰ جامعات نوبل انعام لرونكو او نورو نوموړو پروفيسرز سره د تحقيق موقعې وركولې شي٬ په دې كښې به مشتركه تحقيق، ريسرچ ايكسچينج، فيكلټي ايكسچينج او سټوډنټ ايكسچينج شامل وي چې له مخې به ئې د پاكستان ګريجويټ زده كوٶنكي بهر هېواد ته ځي او نړيوال پروفيسرز به پاكستان ته راځي٬ د ګرين يونيورسټي جوړول او د نړيوالې تحقيقي مرستې په حواله اټاليه او برتانيه سره لوظنامې شوې دي او آئس لېنډ سره هم په دې لړ كښې خبرې شوې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم غواړي چې ځوانانو ته د هېواد د پرمختګ او د سباون ذمه وارۍ وسپارلې شي٬ د دې ټولو اقداماتو بنيادي مقصد د زلمي كول صلاحيتونه پكار راوستل، دوي جدت او كاروبار پلو راغب كولو او د هېواد بهتر سباون لپاره موقعې وركول دي۔











