د ويكسين اغستو كښې د كرپشن تورونه بې بنسټه دي۔د روغتيا وفاقي وزير

  اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئيلي دي د ويكسين اغستو كښې د  10 اربه روپو كرپشن تورونه بې بنسټه دي٬د سركاري خزانې څخه يوه پيسه هم نه ده خرڅ شوې ٬ويكسين وركونكې كمپنۍ ته هم تراوسه كومه ادائيګي نه ده شوې٬ 18 كروړه 30 لكه 55 زره روپۍ د نادرا اكاؤنټ كښې جمع شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پرېس كنفرنس كښې وكړه ۔د روغتيا …

 

اسلام آباد۔10نومبر(اے پی پی)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئيلي دي د ويكسين اغستو كښې د  10 اربه روپو كرپشن تورونه بې بنسټه دي٬د سركاري خزانې څخه يوه پيسه هم نه ده خرڅ شوې ٬ويكسين وركونكې كمپنۍ ته هم تراوسه كومه ادائيګي نه ده شوې٬ 18 كروړه 30 لكه 55 زره روپۍ د نادرا اكاؤنټ كښې جمع شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پرېس كنفرنس كښې وكړه ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال ووئيل د تېرې يوې اونۍ څخه د روغتيا وزارت په اړه د ويكسين په معامله په سوشل ميډيا بيل خبرونه رامخې ته دي٬دې لپاره ضروري ده چې ټول حقائق قام ته وړاندې كړی شي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل د بارډر هېلت سروسز لخوا عمره كوونكو ته بهر ته د روانېدو څخه وړاندې  د ويكسين وركولو په اړه مراسله راليږلې شوې وه او د وزيراعظم آفس  مراسلې په رڼا كښې د روغتيا وزير هم دې معامله نه خبر كړے شوے  ؤ ۔ده ووئيل  د روغتيا وزارت په  9   مئي پركيورمنټ كمېټي جوړه كړې وه  او د ګيلو ختمولو لپاره هم ګريوينس كمېټي جوړه شوې وه د كومې چېئرمين چې د هېلتھ ډي جي ټاكلے شوے ؤ دغسې چې د كومې ه مګيلې په صورت اړوند كسان كمېټۍ ته رجوع وكړي۔مصطفٰی كمال ووئيل نزدې يوه مياشت پس اړوند چارواكو خپله جلا كمېټۍ جوړې كړې۔د روغتيا وفاقي وزير له مخې په دې معامله كښې نادرا هم پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې شامل كړې شوې او رقم د نادرا په اكاؤنټ كښې جمع كېږې۔۔د روغتيا وفاقي وزير په سوشل ميډيا د لس اربه روپو ګردش كوونكې تورونه رد كولو سره ووئېل  په دې معامله كښې سركاري خزانې څخه يوه پيسه هم نه ده خرڅ شوې او ويكسين وركوونكو كمپنۍ ته هم تراوسه ادائيګي نه ده شوې۔ده ووئيل 18 كروړه 30 لكه 50 زره روپۍ  د نادرا اكاؤنټ كښې جمع دي٬لهذا قامي خزانې ته كوم هم مالي زيان نه دې رسېدلے۔په دې معامله كښې زيان د ويكسين وركونكې فريق ته رسېدلے دے ۔

مزید خبریں