آئې ټي ټي ايف مكسډ ټيم ورلډ كپ ٬  چين 8 كسيز سكواډ اعلان كړو ٬  چوچن او سن ينګشا هم ډله كښې شامل دي

    بيجنګ۔ 10 نومبر (اے پي پي)آئې ټي ټي ايف مكسډ ټيم ورلډ كپ 2026 لپاره چين خپل 8 كسيز سكواډ اعلان كړے دے٬  چې پكښې وانګ چوچن ٬  وانګ مانيو او سن ينګشا د مهمو لوبغاړو په حېث شامل دي۔  شنهوا  تر مخه  سكواډ كښې  شاملو نورو 5 لوبغاړو كښې لن شيډونګ٬ هوانګ يوزينګ ٬ ژوچي هاؤ او چن اي شامل دي۔  وانګ چوچن ٬ لن شيډنګ ٬ …

 

 

بيجنګ۔ 10 نومبر (اے پي پي)آئې ټي ټي ايف مكسډ ټيم ورلډ كپ 2026 لپاره چين خپل 8 كسيز سكواډ اعلان كړے دے٬  چې پكښې وانګ چوچن ٬  وانګ مانيو او سن ينګشا د مهمو لوبغاړو په حېث شامل دي۔  شنهوا  تر مخه  سكواډ كښې  شاملو نورو 5 لوبغاړو كښې لن شيډونګ٬ هوانګ يوزينګ ٬ ژوچي هاؤ او چن اي شامل دي۔  وانګ چوچن ٬ لن شيډنګ ٬ وانګ مانيو او سن ينګشا د سړو او مېرمنو په نړيوال رېنكنګ  كښې ټاپ 2 پوزيشن  لرونكو په بنياد ځانله ځائے جوړ كړے دے٬ دغسې  هوانګ او كوئې مان كوډېلز او مكسډ ډبلز ايونټس كښې  د غوره رېنكنګ له امله  ټاكلے شوي دي۔واضحه دي وي چې چين د كال 2023 نه تر 2025 تر مينځه  تېر شوي ټول درې واړه ايډېشن ګټلي دي او  روان ايډبېشن كښې هم د اعزاز دفاع لپاره مېدان ته كوزېږي۔

مزید خبریں