اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به نن د 10 نه تر 12 نومبر د ترکيه د انطاليه ښار دوره كوي چرته چې به دوي د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون لپاره د فرېم ورك ( يو اېن اېف سي سي) له مخې د کوپ-31 کنفرنس نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له …
وزيراعظم شهباز شريف به کوپ-31 کنفرنس كښې ګډون لپاره د 10 نه تر 12 نومبر د تركيه د انطاليه ښار دوره كوي۔ د خارجه دفتر بيان

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به نن د 10 نه تر 12 نومبر د ترکيه د انطاليه ښار دوره كوي چرته چې به دوي د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون لپاره د فرېم ورك ( يو اېن اېف سي سي) له مخې د کوپ-31 کنفرنس نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم به په 11 نومبر د نړيوالو مشرانو غونډې ته وېنا كوي چې پكښې به دوي په نړيوالو مشرانو زور راوړي چې زمكه د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات نه خوندي ساتلو لپاره كوټلې اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم به د پاکستان لخوا په تندۍ سره د نمر توان ودې او د تجديد وړ توان استعداد زياتولو لپاره په شوو اقداماتو هم رڼا اچوي كوم چې د نيټ اېنډ كلين انرژۍ ودې او د موسمياتي بدلونو مقابلې له د زيات مستحكم معيشت پلو د منتقلۍ برخې دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف به د آفتونو زيان د كمولو هلو ځلو او د وخت نه وړاندې د خبردارۍ نظام لا موثره كولو لپاره د پاكستان په هڅو هم رڼا اچوي۔ وزيراعظم به پرمختګ كوٶنكي هېوادونه د موسماتي بدلون اثرات مقابلې له د صلاحيت زياتولو او تل پاتې پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د پيش ګوئي وړ، مناسب او په آسانۍ سره د رسنې وړ موسمياتي مالي معاونت په وركولو هم زور راوړي۔ وزيراعظم به د غونډې په موقع د کوپ-31 د لوړې كچې ګول مېز كنفرنس كښې هم ګډون كوي۔ د دې نه علاوه به وزيراعظم د تركيه مشرانو او په غونډه كښې ګډون كوٶنكې د نړۍ نورو يو شمېر مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي٬ د کوپ-31 د نړيوالو لارښودو د مشرانو غونډه كښې د وزيراعظم ګډون د موسمياتي بدلون نړيوالې تګلارې لپاره د پاکستان د بشپړ ملاتړ څرګندونه ده٬م په دې مهال به پاکستان ته د موسمياتي بحران مخنيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ سره د نزدې مرستې د عزم موقع هم ترلاسه شي۔











