غزه لپاره د وزيراعظم د سمدلاسه مرستې هدايت د پاكستاني اولس د جذباتو ترجماني ده: حافظ طاهر اشرفي

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا غزه كښې د اسرائيلي جارحيت غندنه او خارجه وزارت ته د فوري بشري مرستې لپاره د ټولو اقداماتو هدايت د پاكستاني اولس ٬ اسلامي نړۍ او ټول انسانيت د جذباتو ترجماني ده۔ د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل …

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا غزه كښې د اسرائيلي جارحيت غندنه او خارجه وزارت ته د فوري بشري مرستې لپاره د ټولو اقداماتو هدايت د پاكستاني اولس ٬ اسلامي نړۍ او ټول انسانيت د جذباتو ترجماني ده۔ د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل په غزه كښې د بارانونو په اوبه كښې ډوبې شوې خېمې ٬ سخته يخني او بې وسۍ سره مخ كوچنيان ټول انسانيت لپاره د فكر شېبه ده۔ دا مهال تر ټولو لوې ضرورت د محفوظ خېمو فوري رسنه او د ځپليو كورنيو يخنۍ او باران څخه بچ كول دي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي پاكستاني اولس ، اسلامي نړۍ ، مخیر حضرات، کاروباری ټولنې او د ګردې نړۍ انسانيت دوست كسانو ته د غزه اولس سره د مرستې كولو اپيل  وكړو۔ ده اسلامي هېوادونو او نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې زر تر زره د بېړنۍ مرستې انتظام وكړي۔

مزید خبریں