اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د مفکر پاکستان، شاعر مشرق ډاكټرعلامه اقبال د زیږېدنې ورځ د ګل په ورځ په 9 نومبر بشپړ قومي جوش او جذبې سره ولمانځل شوه۔ شاعر مشرق ډاكټر علامه اقبال په 9 نومبر كال 1877 كښې د پنجاب سيالكوټ ښار كښې سترګې غړولې وې۔ هغه د خپلې شاعرۍ او سياسي بصيرت دلارې په مسلمانانو كښې بېداري پېدا كړه۔ هغه په كال 1930 كښې خپله تاريخي …
د شاعر مشرق ډاكټر علامه اقبال د زېږېدنې ورځ ولمانځل شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د مفکر پاکستان، شاعر مشرق ډاكټرعلامه اقبال د زیږېدنې ورځ د ګل په ورځ په 9 نومبر بشپړ قومي جوش او جذبې سره ولمانځل شوه۔ شاعر مشرق ډاكټر علامه اقبال په 9 نومبر كال 1877 كښې د پنجاب سيالكوټ ښار كښې سترګې غړولې وې۔ هغه د خپلې شاعرۍ او سياسي بصيرت دلارې په مسلمانانو كښې بېداري پېدا كړه۔ هغه په كال 1930 كښې خپله تاريخي خطبه اله آباد كښې د پاكستان د جوړېدو تصور وړاندې كړو۔ د اقبال ورځې په موقع د حكومت لخوا عامه رخصتي اعلان كړې شوه او په ګرد هېواد كښې ټولې سركاري او نجي ادارې بندې پاتې شوې۔ د علامه اقبال زېږېدنې ورځې مناسبت سره د پي ټي وي ٬ رېډيو پاكستان په شمول په پرنټ او الېكټرانك ميډيا خصوصي پروګرامونه وړاندې كړې شول په كومو كښې چې د علامه اقبال شاعري او افكار په ډاګه كړې شول۔











