صدر مملكت آصف علي زرداري په مير علي كښې د ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په مير علي كښې د ترهګرو خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په جوماتونو كښې د ترهګرو پټ ځايونو څخه د بارودي توكو ٬ وسلې او ګوله بارود  په برآمد كولو د امنيتي ځواكونو …

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په مير علي كښې د ترهګرو خلاف په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په جوماتونو كښې د ترهګرو پټ ځايونو څخه د بارودي توكو ٬ وسلې او ګوله بارود  په برآمد كولو د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او كاميابۍ ستاينه وكړه۔ صدرمملکت ووئيل جوماتونه بارودي  موده ذخيره كولو او د تشدد مركزونو په توګه كارول د اسلام د بنيادي تعليماتو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د ترهګرو لخوا د مقدس ځايونو بې حرمتي او هغه خپلو ناوړه مقاصدو له كارول د غندنې وړ دي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د افغان طالبان په مرسته فعاله ترهګر عناصر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ د مذهب د خپلې خوښې تشريح او په ناوړه توګه كارول د قبولولو وړ نه دي۔

مزید خبریں