قام دې د اقبال په فكر عمل كولو د عزم پخلې وكړي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اقبال ورځې په موقع شاعر مشرق علامه اقبال (رح) ته درناوې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې د علامه اقبال فكر د نيمې اوچې مسلمانانو ته د يو جلا شناخت شعور وركړو او د پاكستان د جوړېدو لاره يۍ روښانه كړه۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل مونږ په ننۍ ورځې پاكستاني اولس سره په ګډه …

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اقبال ورځې په موقع شاعر مشرق علامه اقبال (رح) ته درناوې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې د علامه اقبال فكر د نيمې اوچې مسلمانانو ته د يو جلا شناخت شعور وركړو او د پاكستان د جوړېدو لاره يۍ روښانه كړه۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل مونږ په ننۍ ورځې پاكستاني اولس سره په ګډه علامه اقبال ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ هغه ووئيل د علامه اقبال د عزت نفس فلسفه او د شاهين د پورته الوت تصور د خود اعتمادۍ ٬ اعلی كاركردكۍ او قومي تجديد پېغام وركوي۔ وزیراعظم ووئيل د علامه اقبال په امن ٬ روادارۍ ٬ انصاف او د اسلامي نړۍ په يووالي اډانه تلپاتې نظريات او بصيرت د پاكستان هر ځاې لارښودنه كوي۔ هغه زياته كړه چې په دې ورځ به مونږ ټولو له په فكر اقبال د ځان پوهولو او ددې پېغام د عملي ژوند برخه جوړولو عزم پخلې كول وي۔

مزید خبریں