په غزه کښې د فلسطیني ولس خپلې اساسي بشري مرستې څخه د بې‌ برخې کولو اسرائیلي اقدامات د غندنې وړ دي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د غزه د زړور او مېړني فلسطيني اولس له خپلې اساسي بشري مرستې څخه محروم  ساتلو له د اسرائيل په پرله پسې غېر قانوني اقداماتو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره ددې سخته غندنه كړې ده۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د باران په اوبو کښې د ډوب شویو خېمو او په غزه کښې د بې کوره ماشومانو زړه ماتونکي عكسونه زيات خواشینونکي …

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د غزه د زړور او مېړني فلسطيني اولس له خپلې اساسي بشري مرستې څخه محروم  ساتلو له د اسرائيل په پرله پسې غېر قانوني اقداماتو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره ددې سخته غندنه كړې ده۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د باران په اوبو کښې د ډوب شویو خېمو او په غزه کښې د بې کوره ماشومانو زړه ماتونکي عكسونه زيات خواشینونکي دي، چرته چې ماشومان نه خوندي سرپناه لري او نه سخت ساړه او د خوراك كمي څخه د بچ كېدو كوم ترتيب او انتظام۔ وزيراعظم ووئيل هغه د جنګ بندۍ او نړیوالو قوانینو سرغړونې او د فلسطیني خلکو خلاف د اسرائيلي دوامدار جارحيت په كلكه غندي۔  وزيراعظم ووئيل هغه د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې سمدلاسه فلسطیني خلکو ته بشري مرسته رسولو ته پراختیا ورکړي۔

مزید خبریں