اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په ځوانانو زور راوړې دې چې هغوي دې د علامه اقبال شاعرۍ څخه الهام ترلاسه كړي ٬ د څېړنې جذبه دې پېدا كړي او د خپل سوچ صلاحيت دې پياوړې كړي۔ مونږ له به قومي خودداري د پاكستان پرمختګ كړې او پياوړې هېواد جوړولو له سخته خوارۍ او د مساوات نظريه په خپل ژوند كښی د انصاف په عملي مظاهرو كښې …
زلمي بايد د علامه اقبال له شاعرۍ څخه الهام ترلاسه كولو سره د څېړنې جذبه رامينځته كړي: د صدر آصف علي زرداري د اقبال ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په ځوانانو زور راوړې دې چې هغوي دې د علامه اقبال شاعرۍ څخه الهام ترلاسه كړي ٬ د څېړنې جذبه دې پېدا كړي او د خپل سوچ صلاحيت دې پياوړې كړي۔ مونږ له به قومي خودداري د پاكستان پرمختګ كړې او پياوړې هېواد جوړولو له سخته خوارۍ او د مساوات نظريه په خپل ژوند كښی د انصاف په عملي مظاهرو كښې د بدلولو هڅه كول وي۔ هغه دا خبره د شاعر مشرق علامه اقبال 149مې زېږېدنې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې د نومبر په 9 مه نېټه لمانځلې شي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل په دې موقع زه قومي شاعر ته درناوې ډالۍ كوم د چا كلام چې د نيمې اوچې مسلمانانو ته د هغوي د عزت ٬ حقونو او د سباؤن پرېكړه پخپله د كولو طاقت احساس وركړو۔ د هغه په شاعرۍ كښې د آزادۍ ٬ مساوات او د عزت ژوند ترلاسه كولو له د هڅو پېغام هم موجود دے كوم چې ټول انسانيت لپاره اهم دې۔ د هغه شاعرۍ د استحصال خلاف غږ پورته كړو ٬ بې وزليو ته يۍ د خپلو حقونو او د مقام احساس وركړو او د خواري كونكو عزت او وقار ته يۍ اهميت وركړو۔ ده ووئيل په مساوات د اډانه لرونكې ټولنې تصور مونږ نه دا غوښتنه كوي چې مونږ داسې پاكستان جوړ كړو چرته چې مزدور ته د خوارۍ بشپړه معاوضه وركړې شي ، كرونده ګر د خپلې خوارۍ مېوه ومومي ٬ هر كوچني ته د تعليم او وړاندې تللو يو برابر موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل د قامي خوددارۍ تقاضا دا ده چې مونږ آزادۍ سره د پرېكړو كولو صلاحيت ولرو ٬ خپلو صلاحيتونو ته وده وركړو او نورو قامونو سره د برابرۍ او احترام په بنياد اړيكې وساتو۔ صدر مملكت ووئيل د علامه اقبال په شاعرۍ كښې د د اېشيا د بېدارۍ يو قوي پېغام هم موجود دے۔ هغه د اېشيا په اولس زور راوړو چې هغوي دې محكومۍ څخه بهر شي٬ خپل اعتماد دې بحال كړي او د خپل سباؤن پرېكړه دې پخپله وكړي۔ ده ووئيل شهيد ذوالفقار علی بھټو او شهیده محترمه بېنظیر بھټو د هغې خلكو غږ جوړېدو سره د هغوي د حقونو خبره وكړه كومو چې په پرېكړو كولو كښې د برخې اخستلو او د وړاندې تللو موقعې نه لرلې۔ هغوي په قامي ژوند كښې د دوئي حق تسليم كړو۔ ده ووئيل زه په دې ورځ په ځوانانو زور راوړم چې هغوي د علامه اقبال شاعرۍ څخه الهام ترلاسه كري ٬ د پوښتنې او څېړنې كولو جذبه پېدا كړي او د خپل سوچ او پوهې صلاحيت ښه كړي۔ صدر مملكت ووئيل مونږ له به قومي خودداري د پاكستان پرمختګ كړې او پياوړې هېواد جوړولو له سخته خوارۍ او د مساوات نظريه په خپل ژوند كښی د انصاف په عملي مظاهرو كښې د بدلولو هڅه كول وي۔











