اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مفکر پاکستان شاعرِ مشرق علامه اقبال په 149مه سالګره هغوي ته په درنو ټكو پېرزوئنې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې فکرِ اقبال تلپاتي قومي پرمختګ لپاره د امن، سماجی هم آهنګۍ ، روادارۍ او انصاف داعي دې او د اقبال د ژوند فلسفه د كركې ٬ انتها خوښۍ ٬ فرقه واريت او امتيازي سلوك نفي كوي۔ د اتوار په ورځ د …
د اقبال فكر د امن ٬ زغم ٬ انصاف او د قامي پرمختګ ضامن دې ٬ حكومت به د اقبال 150 مه سالګره ټول كال لمانځي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مفکر پاکستان شاعرِ مشرق علامه اقبال په 149مه سالګره هغوي ته په درنو ټكو پېرزوئنې ډالۍ كولو سره وئيلي دي چې فکرِ اقبال تلپاتي قومي پرمختګ لپاره د امن، سماجی هم آهنګۍ ، روادارۍ او انصاف داعي دې او د اقبال د ژوند فلسفه د كركې ٬ انتها خوښۍ ٬ فرقه واريت او امتيازي سلوك نفي كوي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په خپل پېغام كښې ووئيل د اقبال ورځې خوشحالۍ په موقع شاعر مشرق علامه اقبال ته پیرزوئنې ډالۍ كوم۔ ده ووئيل د مفکرِ اسلام حېثيت سره علامه اقبال اسلامی تعلیمات د فكري جهتونو موضوع جوړ كړل٬ د علامه اقبال اسلامي افكار د مسلمانانو عملي لارښودنه كوي۔ ده ووئيل حکومت به نن څخه د رارون كال تر 9 نومبر د علامه اقبال 150مه سالګره لمانځي۔ حكومت به ټول كال لپاره په قومي او نړيوالو دستورو مشتمل خصوصي پروګرامونه پېل كوي۔ ده ووئيل حكومت ددې عزم لري چې فكر اقبال زمونږ په تعليمي ادارو ، قومی مباحثو او پرمختيائي ترجيحاتو كښې د يو متحرك عنصر په حېث خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د علامه اقبال د خودۍ تصور مونږ له دا درس راكوي چې افراد او قامون د خود شناسۍ ٬ بامقصده ستړو او روحاني آزادۍ سره خپل تقدير بدلولې شي۔ ده ووئيل د علامه اقبال په انفرادي ٬ قومي او نړيوالو اقدار اډانه لازواله پېغام زمونږ لپاره د لارې مشال دې۔











