وزيراعظم د پولېنډ په كراكوف ښار كښې د ډزو په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د پولېنډ په كراكوف ښار كښې د ډزو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه او د قيمتي ځانونو په زيان غمجنيو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ وزيراعظم پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره نېكې هيلې هم څرګندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم د پولېنډ وزیراعظم ډونلډ ټسک، د حق رسېدليو كسانو …

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د پولېنډ په كراكوف ښار كښې د ډزو په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه او د قيمتي ځانونو په زيان غمجنيو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ وزيراعظم پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره نېكې هيلې هم څرګندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم د پولېنډ وزیراعظم ډونلډ ټسک، د حق رسېدليو كسانو كورنيو او د پولېنډ اولس سره د زړه له كومي غمرازي كولو سره ووئيل حكومت او پاكستانې اولس په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ دې۔

مزید خبریں