پېښور۔ 08 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هندو ټولنې له د ديوالي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې ژوند كونكي ټول اقليتونه په قامي پرمختګ ٬ سوكالۍ او معاشي هم آهنګۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په يو پېغام كښی د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل آئین ټولو وګړو ته له كوم فرق پرته د يو برابر حقونو …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هندو ټولنې له د ديوالي اختر مباركي وركړه

مزید خبریں
پېښور۔ 08 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هندو ټولنې له د ديوالي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې ژوند كونكي ټول اقليتونه په قامي پرمختګ ٬ سوكالۍ او معاشي هم آهنګۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په يو پېغام كښی د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل آئین ټولو وګړو ته له كوم فرق پرته د يو برابر حقونو او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي۔ د هندو ورورولۍ په شمول د ټولو اقليتونو د مال او ځان ٬ مذهبي آزادۍ او د بنيادي حقونو تحفظ زمونږ آئيني او قومي ذمه واري ده۔ ده ووئيل دا زمونږ د ټولو وطن دې او ددې پرمختګ او استحكام له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔(اے پي پي وا ١٨١١)
قو











