اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري د دیوالی اختر د خوشحالۍ په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته هندو ټولنې له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هندو ټولنې ورثه د سندھ پېژندګلو او د قامي ژوند لازمي برخه ده۔ هغې دا خبره د دېوالي اختر په موقع خپل پېغام كښې وكړه كوم چې په 8 نومبر لمانځلې شي۔ دې ووئيل ديوالي …
د هندو ټولنې ورثه د سندھ پېژندګلو او د قامي ژوند لازمي برخه ده: د اولنۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري د دېوالي په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمن بي بي آصفه بھټو زرداري د دیوالی اختر د خوشحالۍ په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته هندو ټولنې له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د هندو ټولنې ورثه د سندھ پېژندګلو او د قامي ژوند لازمي برخه ده۔ هغې دا خبره د دېوالي اختر په موقع خپل پېغام كښې وكړه كوم چې په 8 نومبر لمانځلې شي۔ دې ووئيل ديوالي په تيارو د رڼا او په مايوسۍ د اميد د غالب كېدو اختر دې۔ د دې پیغام د شاه عبد اللطيف بھټائي او سچل سرمست د خاورې يو فطري مسكن دې د كومو شاعري چې د مينې ٬ بشري وقار او مذهبي اختلافات څخه لرې د بشري خپلولو درس وكوي۔ بی بی آصفه بھټو زرداری ووئيل قائد اعظم (رح) د يو داسې پاكستان تصور وركړې و چرته چې هر وګړۍ آزادۍ سره په خپل مذهب عمل كولو سره د يو پر وقاره ژون كولو حق ولري۔ ددې وژن د احترام تقاضا دا ده چې هره ټولنه خپل اختر خوشحالۍ او تحفظ سره ولمانځي او ټولو ته يو ډول حقونه ترلاسه وي۔ دې دعا وكړه چې ديوالي دې هر يو كور له خوشحالي او د امن پیغام راوړي۔











