اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګرده نړۍ او په ځانګړي توګه پاكستان كښی مېشته هندو ټولنې ته د دېوالي مباركي وركولو سره وئيلي د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قومي تشخص د قدر وړ برخه ده ، د هېواد په سماجي ٬ كلتوري او اقتصادي پرمختګ كښې د هندو ټولنې خذمات د ستائنې وړ دي ، د پاكستان آئين د اقليتونو د مذهبي ٬ شهري حقونو تحفظ …
د هېواد په سماجي ٬ كلتوري ٬ اقتصادي پرمختګ كښې د هندو ټولنې خذمات د ستائنې وړ دي: د وزيراعظم شهباز شريف د هندوانو د مذهبي اختر ديوالي په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ګرده نړۍ او په ځانګړي توګه پاكستان كښی مېشته هندو ټولنې ته د دېوالي مباركي وركولو سره وئيلي د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قومي تشخص د قدر وړ برخه ده ، د هېواد په سماجي ٬ كلتوري او اقتصادي پرمختګ كښې د هندو ټولنې خذمات د ستائنې وړ دي ، د پاكستان آئين د اقليتونو د مذهبي ٬ شهري حقونو تحفظ باوري كوي۔ حكومت له كوم مذهب ٬ عقيدې ٬ رنګ او نسل پرته د ټولو وګړو د حقونو ٬ وقار او د مذهبي آزادۍ د تحفظ عزم لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د هندوانو د مذهبي اختر دېوالي په موقع خپل پېغام كښې ووئيل نن زه د هندوانو د مذهبي اختر خوشحالۍ په موقعه په ګرده نړۍ او په خاص توګه پاكستان كښې مېشته هندو ټولنې له مباركي وركوم او هغوي له د نكېو هيلو څرګندونه كوم۔ دا اختر په 8 نومبر 2026 لمانځلې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا اختر په كركه ٬ عدم برداشت او د مايوسۍ په تيارو د رڼا غالب كېدو يادونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان هندو ټولنه زمونږ د قومي تشخص يوه د قدر وړ برخه ده۔ د هېواد سماجي ٬ كلتوري او اقتصادي پرمختګ كښې د هندو ټولنې خذمات د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئي راځۍ چې په دې موقع د بېن المذاهب هم آهنګۍ ودې ، ورورولۍ لا مضبوطولو او تفاهم اډانه روښانه سباؤن له په ګډه د هڅو كولو عزم وكړو۔ وزیر اعظم ووئيل هيله ده چې ديوالي لمانځونكې ټوله پاكستاني هندو ټولنه د خپل اختر څخه خوند پورته كړي او ټولنې له به په خوشحالۍ او د اميد په رڼا مشتمل د امن او خېر سګالۍ پیغام وركړي۔ هندو ټولنې ته دې د دېوالي خوشحالۍ مباركې وي۔











