نړيوال ميډيا سمټ كښې پاكستاني سفير پاک ـ چین ملګرتيا ته وده وركولو كښې د شنهوا خبري اژانس كردار وستائلو ، په صحافت كښې به مصنوعي ذهانت او عصري ټېكنالوجۍ په مسوولانه توګه كارول وي: ډاكټر سيد علي اسد ګيلاني

بیجنګ۔7نومبر(اے پی پی) په چين كښې د پاكستان سفير ډاكټر سید علی اسد ګیلانی د پاک۔ چین ملګرتيا مستحكمولو او متقابل تفاهم ته وده وركولو كښې د شنهوا خبري اژانس كردار په ډاګه كولو سره په صحافت كښې د مصنوعي ذهانت او رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز په مسوولانه توګه د كارولو په اهميت زور راوړې دې۔ د خالي په ورځ په چين كښې د پاكستاني سفارتخانې لخوا د جاري شوي …

بیجنګ۔7نومبر(اے پی پی) په چين كښې د پاكستان سفير ډاكټر سید علی اسد ګیلانی د پاک۔ چین ملګرتيا مستحكمولو او متقابل تفاهم ته وده وركولو كښې د شنهوا خبري اژانس كردار په ډاګه كولو سره په صحافت كښې د مصنوعي ذهانت او رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز په مسوولانه توګه د كارولو په اهميت زور راوړې دې۔ د خالي په ورځ په چين كښې د پاكستاني سفارتخانې لخوا د جاري شوي بيان لمخې د شنهوا خبري اژانس 95 مې تاسيس ورځې په موقع 7م نړيوال ميډيا سسمټ ته خطاب كښې سفير حكومت او د پاكستاني اولس لخوا چيني خبري اژانس ته د يو مهم سنګ ميل په ترسره كولو مباركي وركړه۔ ډاكټر سید علی اسد ګیلانی ووئيل د پاكستان او چين  ترمينځه د 75 كلنو اړيكو په مهال شنهوا د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا ته وده وركولو وركولو كښی مهم كردار ترسره كړو۔ هغه اے پي پي ، پي ټي وي او پاكستان براډکاسټنګ کارپورېشن (پی بی سی) سره د شنهوا د پخوانۍ  اداره جاتي همكارۍ ذكر كولو سره ووئيل چې د خبرونو تبادلې ، پېشه ورې دورې او اداره جاتي همكاري تفاهم مضبوطولو او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لاس نزدې كولو كښې مرسته كوي۔  په دې موقع سفير د صدر مملكت آصف  علي زرداري د مباركۍ خصوصي پېغام لوستلو سره واورولو كوم چې د شنهوا خبري اژانس 95مې سالګرې په اړه و۔

مزید خبریں