اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) پاکستان په 23م اېشين ټیم سکواش چیمپئن شپ 2026ء د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د اېشین چیمپئن اعزاز ترلاسه كړو۔ پاکستان مېنز ډلې په فائنل كښې سوئيلي كوريا ته د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو 2-0 سره په ماتې وركولو ګولډ مېډل په خپل نوم كړو۔ د خالي په ورځ د اسلام آباد په مصحف سکواش کمپلیکس كښی د شوي مېنز ټیم ایونټ فائنل كښې …
پاكستان د اېشن ټيم سكواش چېمپئن شپ چېمپئن جوړ شو ٬ فائنل كښې سوئيلي كوريا ته 2-0 سره په ماتې وركولو يۍ ګولډ مېډل په خپل نوم كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) پاکستان په 23م اېشين ټیم سکواش چیمپئن شپ 2026ء د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د اېشین چیمپئن اعزاز ترلاسه كړو۔ پاکستان مېنز ډلې په فائنل كښې سوئيلي كوريا ته د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو 2-0 سره په ماتې وركولو ګولډ مېډل په خپل نوم كړو۔ د خالي په ورځ د اسلام آباد په مصحف سکواش کمپلیکس كښی د شوي مېنز ټیم ایونټ فائنل كښې د پاكستان نور زمان د كوريا جیونګ من ریو ته 5-11، 7-11 او 11-13 سره ماتې وركړه۔ په دويم مېچ كښې عاصم خان د کوریا سیوجن اوہ ته 6-11، 5-11 او 4-11 سره ماتې وركولوسره د پاكستان كاميابي باوري كړه۔ د چېمپئن شپ اختتامی دستوره كښی د اسکواش لېجنډ لوبغاړو ګوګی علاؤالدین، قمر زمان او جان شیر خان ګډون وكړو۔











