د سېنېټ چيئرمېن د آزاد كشمير پخواني صدر راجه ذوالقرنېن خان په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آزاد كشمير پخواني صدر راجه ذوالقرنېن په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ارواښاد زوي راجه بابر علي ذوالقرنېن سره ټېلېفوني خبرو كښې د سېنېټ چيئرېن غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل راجه …

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آزاد كشمير پخواني صدر راجه ذوالقرنېن په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ارواښاد زوي راجه بابر علي ذوالقرنېن سره ټېلېفوني خبرو كښې د سېنېټ چيئرېن غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل راجه ذوالقرنین خان يو مهم سياسي او اولسي شخصيت و۔ د هغه سياسي خذمات او اولسي خېر ښیګړې له هڅې او ستړې به ټول عمري له يادې ساتلې شي۔ ده ووئيل آزاد  کشمیر او کشمیر کاز لپاره د ارواښاد خذمات د ستائنې وړ دي۔ د هغه سياسي بصيرت ٬ اولسي خذمات او كشمير لپاره د كشميري اولس هڅو ته به د قدر په سترګه ګڼلې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او  غمجنې كورنۍ له دصبر او زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں