پېښور ۔ 07 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د چينائي پانګوالو يو پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر د پرېس سېكرټري دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی په خېبر پښتوتخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو او په خاص توګه د معدنيات په څانګه كښې په موجوده امكاناتو او د صوبې اكنامك زونز كښی سريه …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د چينائي پانګوالو پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 07 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د چينائي پانګوالو يو پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر د پرېس سېكرټري دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښی په خېبر پښتوتخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو او په خاص توګه د معدنيات په څانګه كښې په موجوده امكاناتو او د صوبې اكنامك زونز كښی سريه كارۍ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل خېبر پښتونخوا صوبې ته پروردګار بلها معدني زېرمې وركړې دي۔ دلته د معدنيات په شمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پاك پراخا موقعې شتون لري۔ ګورنر ووئيل چينائي پانګوال په خېبر پښتونخوا كښې اكنامك زونز څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل پانګوالو ته هره ممكنه آساني وركولو له به اقدامات كولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې صوبه كښې د سرمايه كارۍ ممكنه منصوبو لپاره دې اړوند صوبائي سلاكاران چارواكو سره په ګډه د عمل وړ وړاندېزونه مرتب كړي۔











