د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د سوډان د كورنيو چارو وزير ملاقات ٬ د پلاويو په كچه مذاكرات

اسلام آباد۔7نومبر (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د سوډان د كورنيو چارو وزير لېفټېننټ جنرل بابکر سمرہ مصطفیٰ علی ملاقات او د پلاويو په كچه مذاكرات وكړل۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع د پاكستان او سوډان ترمينځه امنيت ٬ داخلي چارو ٬ سائبر كرائم ٬ پوليس ټرېننګ ٬ اداره جاتي …

اسلام آباد۔7نومبر (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري سره د سوډان د كورنيو چارو وزير لېفټېننټ جنرل بابکر سمرہ مصطفیٰ علی ملاقات او د پلاويو په كچه مذاكرات وكړل۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع د پاكستان او سوډان ترمينځه امنيت ٬ داخلي چارو ٬ سائبر كرائم ٬ پوليس ټرېننګ ٬ اداره جاتي مرسته او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ  په زياتولو اتفاق وشو۔ د پاكستان او سوډان ترمينځه د سائبر كرائم په څانګه كښی همكاري زياتولو له يوه اېم او يو هم لاس ليك شوه۔ د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل پاكستان په سوډان كښې امن په ځائې كولو له هر ډول مرسته كولو ته چمتو دې۔ په سوډان كښې د نادرا په مرسته 3 کروړ 60 لكه شهریت کارډز، 90 لکه قومی شناختی کارډز، يو كروړ 80 لكه برتھ او 5 لکه ډېتھ سرټیفکېټس جاري كړې شول۔ د سوډانی داخله وزير په استفسار وفاقي وزير محسن نوقي په پاكستان كښې واده شوې سوډاني مېرمنو لپاره د وېزا مسئلو فوري حل كولو احكامات هم جاري كړل۔  ده ووئيل پاكستان د سوډاني پوليس افسرانو تربيه كولو له هم چمتو ې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سوډاني داخله وزير ووئيل مونږ د سائبر كرائم په څانګه كښې د پاكستان مهارت او تجربې څخه استفاده كول غواړو۔ هغه په بېلو څانګو په مرسته او همكارۍ كولو د پاكستاني حكومت مننه هم وكړه۔ په دې موقع وفاقی سېکرټری داخله، سپیشل سېکرټری و اېډیشنل سېکرټریز داخله، چیئرمېن نادرا، ډی جی ایف آئی اے، ډی جی اے اېن اېف، آئی جی فېډرل کانسټېبلری، ډی جی نېشنل فرانزک ایجنسی، کمانډنټ اېن پی اے، ډی جی این سی سی آئی اے، ډی جی پاسپورټ، چیئرمین سوشل میډیا رېګولېټري ٬ چيف كشمنر او آئي جي اسلام آباد پوليس هم موجود و۔

مزید خبریں