اسلام آباد۔7نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل عاصم منېر په هڅو پاكستان په سفارتي او معاشي محاذ نوې بامونو پلو روان دې۔ په هېواد كښې لوبو ٬ كلتور او سېلګرۍ ته وده وركولو له بشپړه فعاليتونه روان دي ، د ټېنټ پېګنګ په څير روايتي لوبه د پاكستان د كلتوري تشخص او …
د ټېنټ پېګنګ په څير روايتي لوبه د پاكستان د كلتوري تشخص او سافټ امېج عكاسي كوي ، د مېرمنو ټېنټ پېكنګ مهارت په نړيواله كچه يو مثبت پېغام دې: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔7نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل عاصم منېر په هڅو پاكستان په سفارتي او معاشي محاذ نوې بامونو پلو روان دې۔ په هېواد كښې لوبو ٬ كلتور او سېلګرۍ ته وده وركولو له بشپړه فعاليتونه روان دي ، د ټېنټ پېګنګ په څير روايتي لوبه د پاكستان د كلتوري تشخص او سافټ امېج عكاسي كوي۔ د خالي په ورځ دلته په اېف نائن پارك كښې سېلګرۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر ياسر الياس سره د پاكستان ټورازم ٬ سپورټس اېنډ فېملي فېسټيول لاندې د نېزہ بازۍ (ټېنټ پېګنګ) مقابلو دستورې ته خطاب كښی وفاقي وزير د نېزه بازۍ د كلبونو او ګډون كونكو مننه كولو سره ووئيل سردار یاسر الیاس خان د ټورازم يوه په زړه پورې مېله راجوړه كړې ده۔ ده ووئيل وزيراعظم دې پلو خصوصي پام ګرځولې دې چې په هېواد كښی دا ډول ايونټس زيات وكړې شي۔ ده ووئيل په سباؤن كښې به لوې ايونټس كېيږي ٬ د اېس سی او او اي سي او غونډې كېدونكي دي۔ وفاقي وزير ووئيل سردار الياس خان دا ايونټ كولو سره دا لا مخ په وړاندې بوتلې دې۔ داسې مقابلو سره نه يوازې دا چې صحي مسابقت رامخې ته كيږي بلكې د لوبو مثبت روح هم لا قوي كيږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم د وژن او د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر هڅو سره پاكستان په سفارتي او معاشي محاذ نوې بامونو ته رسېدو پلو روان دې۔ ده ووئيل په پاكستان كښې سه فریقی كركټ سيريز وشو٬ هاكي ليګ وشو ٬ سکواش چېمپئن شپ او د یوتھ ټېلنټ ھنټ په شمول د لويو يو شمېر فعاليتونه روان دي۔ ده ووئيل د بېلو هېوادونو مشرانو د پاكستان دورې وكړې او بېل پلاوي او د لوبو ډلې پاكستان ته راروانې دي۔ په سباؤن كښې به هم دا ډول ايونټس كولې شي چې ورسره به د هېواد سافټ امېج لا ښه شي او سېلګري به وده ومومي۔ وفاقي وزير ووئيل د ناروے ډی جے اېلن واکر د پاكستان دوره وكړه او په لاهور كښې يۍ يو ريل جوړ كړو كوم چې 20 ملينه څخه زيات وېوز ترلاسه كړې دي۔(اے پي پي وا ١٧٠٦)











