نائب وزيراعظم اسحاق ډار د حضرت داتا ګنج بخش مزار ته حاضري وكړه

لاهور۔7نومبر  (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ د عظيم صوفي بزرګ حضرت داتا ګنج بخش مزار ته حاضري وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې نائب وزيراعظم ووئيل د حضرت داتا ګنج بخش تعلیماتو كښې د مينې ٬ ورورولۍ ٬ زغم ٬ همغږۍ او د انسانيت د خذمت پېغام دې كوم چې د پېړو راهېسې د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ …

لاهور۔7نومبر  (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ د عظيم صوفي بزرګ حضرت داتا ګنج بخش مزار ته حاضري وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې نائب وزيراعظم ووئيل د حضرت داتا ګنج بخش تعلیماتو كښې د مينې ٬ ورورولۍ ٬ زغم ٬ همغږۍ او د انسانيت د خذمت پېغام دې كوم چې د پېړو راهېسې د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مينه والو لپاره د لارښودنې سرچينه ده۔ ده ووئيل حكومت به ټولو زائرينو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي او بهر هوادونو څخه راتلونكو مينه والو لپاره به خصوصي اقدامات كولې شي۔ په دې موقع ډاكټر احسان بھټه نائب وزيراعظم ته په دربار كښې د روانې پراختيا ٬ رنګ روغن او نورو اړوندو منصوبو په اړه بريفنګ وركړو۔ نائب وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت د مذهبي او روحاني ځايونو بهترۍ او د زائرينو ته معيارۍ آسانۍ وركولو له ټول ضروري وسائل كاروي۔ ده ووئيل د حضرت داتا ګنج بخش تعلیماتو كښې د مينې ٬ ورورولۍ ٬ زغم ٬ همغږۍ او د انسانيت د خذمت پېغام دې كوم چې د پېړو راهېسې د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ مينه والو لپاره د لارښودنې سرچينه ده۔د دورې په پايه كښې نائب وزيراعظم ، د اوقاف سېكرټري او نورو افسرانو مزار ته حاضري او فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ ٬ استحكام او د ټول قام خېر ښېګړې له خصوصي دعا وكړې شوه۔

مزید خبریں