هري پور 06 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت په ختميدو خوشحالۍ ګڼ شمير وګړي په سړكونو راوتللي وو، دلته اولس د امن پلوي دے، وګړو د پي ټي آئي جعلي بيانيه مسترد کړې ده، نړۍ وكتل چې زمونږ پوځ دښمن له د …
د خېبر پښتونخوا اولس د پي ټي آئي حکومت په ختميدو خوشحاله دي، اولس د صوبے پرمختګ، كوټلي امن او اولسي سوكالۍ سره ولاړ دے۔ انجنيئرامير مقام

مزید خبریں
هري پور 06 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت په ختميدو خوشحالۍ ګڼ شمير وګړي په سړكونو راوتللي وو، دلته اولس د امن پلوي دے، وګړو د پي ټي آئي جعلي بيانيه مسترد کړې ده، نړۍ وكتل چې زمونږ پوځ دښمن له د عبرت وړ ماتې وركړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ هري پور كښې جلسه عام ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع کيپټن ريټائرډ صفدر، سردار شاه جهاں يوسف، مرتضيٰ جاويد عباسي، ايم اين اے بابر نواز، شائسته جدون او صاحبزاده حامد شاه هم موجود وو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل دلته ګڼ شمير وګړي موجود دي، د يوې ورځ په نوټس دومره شميره كښې د وګړو په راتګ د ټولو مننه كوو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي دور حکومت كښې وګړي بے چينۍ كښې اخته ٶ، د پي ټي آئي حکومت ختميدو په خوشحالۍ په پېښور، سوات، بټګرام او شانګله كښې ګڼ شمير وګړي په سړكونو راوتللو سره د خوشحالۍ څرګندونه كړي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل تقريباً تر 13 نيم كاله صوبه كښې اقتدار كښې د پاتي كيدو باوجود پي ټي آئي اولس د بنيادي مسئلو ختمولو او صوبه د پرمختګ پلو روانولو كښې ناكامه شوې۔ ده ووئيل په مرکز كښې څلور كاله دور حکومت په مهال هم هېواد د معاشي او سياسي مشکلات سره مخ كړې ؤ، نن اولس د لوئ اجتماع د لارې واضحه پيغام وركړې چې د انتشار، احتجاج، لانګ مارچ او ذاتي ګټو سياست څخه تنګ راغلي، د پي ټي آئي قيادت اوس اقتدار كښې د راتللو خواب ليدلو په ځائې دې د خپل دور حساب وركولو له تياري وكړي او د اولسي وسائلو د استعمال دې ځواب وركړي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام په قيادت كښې هري پور كښې دا لويه اولسي جلسه په خېبر پښتونخوا كښې د پاکستان تحريك انصاف 14 كلني حکمرانۍ خاتمے په خوشحالۍ كښې د ’’يومِ تشکر‘‘ په توګه كيږي۔ په جلسه كښې ګډون كونكو د انجينئر امير مقام، قائد مسلم ليګ (ن) مياں محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف، د پنجاب وزيراعلیٰ او فيلډ مارشل سيد عاصم منير و پاك پوځ په حق كښې غږونه پورته كړل، دغسې امن، د هېواد سلامتيا او استحکام په حق كښې هم غږونه پورته كړل۔ د جلسے په مهال د پي ټي آئي پخواني حکومت په خرابه کارکردګۍ او 14 كلن دور اقتدار په ضد هم غږونه پورته كړل۔ ګډون كونكو صوبے ته پېښو مسئلو او اولسي ستونزو د خپلو تحفظاتو څرګندوني سره د پخواني حکومت په طرزِ حکمرانۍ تنقيد وكړو۔ د جلسے د لارې د مسلم ليګ (ن) کارمندانو د خپل قيادت سره د تړون او خېبر پښتونخوا روښانه ، امناكه او سواله سباؤن لپاره د هيلو څرګندونه وكړه۔











