هيله لرو چې د اسرائیل راتلونكې حكومت به د نړيوالو لوظنامو احترام وكړي۔ د فلسطین نائب صدر

  مقبوضه بېت المقدس 06 نومبر (اے پي پي) د فلسطین نائب صدر حسېن الشيخ د دې اميد څرګندونه كړې ده چې په اسرائیل كښې جوړېدونكې راتلونكې حكومت به د نړيوالو لوظنامو احترام وكړي۔ العربیه سره خپلې مركه كښې ده ووئيل چې مونږ د خپل اولس د حقونو احترام كوٶنكي د اسرائيل هر يو حكومت سره د كار كولو هركلے كوي٬ د فلسطیني انتخاباتو په حواله حسېن الشېخ وضاحت وكړو …

 

مقبوضه بېت المقدس 06 نومبر (اے پي پي) د فلسطین نائب صدر حسېن الشيخ د دې اميد څرګندونه كړې ده چې په اسرائیل كښې جوړېدونكې راتلونكې حكومت به د نړيوالو لوظنامو احترام وكړي۔ العربیه سره خپلې مركه كښې ده ووئيل چې مونږ د خپل اولس د حقونو احترام كوٶنكي د اسرائيل هر يو حكومت سره د كار كولو هركلے كوي٬ د فلسطیني انتخاباتو په حواله حسېن الشېخ وضاحت وكړو چې د دې ځنډولو پرېكړه د فلسطیني ډلو يو اجتماعي پرېكړه وه۔ ده ووئيل د فلسطین قیادت د انتخابي عمل تابيا لپاره ضروري سياسي او زمكيز حالات ښه كولو لپاره په اسرائیل د نړيوال فشار اچولو مطالبه كړې ده۔ د فلسطین نائب صدر ووئيل چې سعودي عرب د فلسطینیانو په ملاتړ كښې د خپل موقف قېمت ادا كوي۔ دا بيانونه د ھغه اطلاعاتو نه وروسته رامخې ته شوې دي كله چې د فلسطین اتھارټۍ د نومبر په پائې كښې كېدونكې د قانون ساز اسمبلۍ د انتخاباتو ځنډولو پرېكړه وكړه چې په سبب ئې دوي موجوده سیاسي، امنيتي او اقتصادي حالاتو له مخې رامخې ته خنډان بنياد ګرځولے۔

مزید خبریں