وفاقي وزير احسن اقبال ميډيا د پاكستان په پرمختګ كښې سټيك هولډرز ګرځولو او ميډيا ډسكورس پرمختګ پلو د منتقل كولو مطالبه

  اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان په ميډيا او سياسي ډسكورس كښې د بنيادي بدلون مطالبه كولو سره د ميډيا په ادارو زور راوړو چې هغوي سياسي شخړې او د بريكنګ نيوز نه تېرېدو څخه د هېواد مهمو پرمختيائي چارو او قومي خبرو ته وده وكړي او ھغه مثبت مداخلتونو پلو پام وګرځوي كوم چې د پاكستان …

 

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاكستان په ميډيا او سياسي ډسكورس كښې د بنيادي بدلون مطالبه كولو سره د ميډيا په ادارو زور راوړو چې هغوي سياسي شخړې او د بريكنګ نيوز نه تېرېدو څخه د هېواد مهمو پرمختيائي چارو او قومي خبرو ته وده وكړي او ھغه مثبت مداخلتونو پلو پام وګرځوي كوم چې د پاكستان سباؤن جوړوي۔ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ وزارت تر سيوري لاندې “ميډيا لټريسي او ډويلپمنټ جرنلزم” په موضوع راجوړې كړی شوې ميډيا ډائيلاګ ته خطاب كولو سره وفاقي وزير ووئيل چې سياسي شخړې او اختلافات په څو ګړو كښې بريكنګ نيوز جوړې شي او د پاكستان په سباؤن اثر انداز كېدونكې نازكو چارو پلو اولسي او د ميډيا پام تر مناسب حد نه ترلاسه كيږي۔ وفاقي وزير ميډيا د پاكستان پرمختګ او نمو كښې سټيك هولډرز ګرځولو سره ووئېل چې د هغوي كردار سماجي مسئلو او پرمختګ اولسي بحث كښې راوستلو٬ پرمختيائي نتيجو جائزه اخستلو او داسې اقدامات رامخې ته كولو پلو احاطه شوې كوم چې وګړو ته كوټلې ګټې رسوي۔

مزید خبریں