اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د تركيه د سېسمك بېړۍ كراچۍ ته رارسېدو سره اړوند چمتوالي او انتظاماتو ته بيا كتنې له د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د بېړۍ د رارسېدو ، امنيت او د سمندري او آپريشنل انتظاماتو بشپړ جاج واخستې شو۔ د پټروليم ډويژن وياند له مخې د ترك د پټروليم آف شور …
د وفاقي وزیر علي پرویز ملک په مشرۍ كښې د ترکیې سیسمک بېړۍ د رارسېدو په اړه چمتووالي او انتظاماتو ته بيا كتنې له د لوړې كچې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په مشرۍ كښې د تركيه د سېسمك بېړۍ كراچۍ ته رارسېدو سره اړوند چمتوالي او انتظاماتو ته بيا كتنې له د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د بېړۍ د رارسېدو ، امنيت او د سمندري او آپريشنل انتظاماتو بشپړ جاج واخستې شو۔ د پټروليم ډويژن وياند له مخې د ترك د پټروليم آف شور كمپني (ټي پي او سي) سېسمك بېړۍ د 17 نه تر 20 نومبر كال 2026 كراچۍ ته رارسېدونكې ده۔ وفاقي وزير په دې موقع د پاكستان او تركيه اړيكو په خاص توګه د مكه تړون لاسليك نه وروسته دا يو اهم سنګ ميل وګرځولو۔ ده ووئيل د بېړۍ راتګ د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوستۍ او مرستې د يو نوي باب پېل دے۔ وفاقي وزير ووېيل چې كراچۍ ته په رارسېدو به پخپله د بېړۍ د هركلي هڅه كوم۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د پاكستان آف شور تيل و ګيس لټون منصوبه كښې به تركيه بشپړ معاونت كوي۔











