په نومبر كال 1947 كښې د جمو بې ګناه مسلمانانو عامه وژنه د بشري تاريخ دړد رسونكې پېښه ده: حنيف عباسي

  اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې په نومبر كال 1947 كښې د جمو د بې ګناه مسلمانانو عامه وژنه د بشري تاريخ دړد رسونكې پېښه ده٬ د شهيدانو قربانۍ د تحريك آزادۍ روښانه باب دے۔ د جمو د شهيدانو ورځې په موقع خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي، …

 

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي چې په نومبر كال 1947 كښې د جمو د بې ګناه مسلمانانو عامه وژنه د بشري تاريخ دړد رسونكې پېښه ده٬ د شهيدانو قربانۍ د تحريك آزادۍ روښانه باب دے۔ د جمو د شهيدانو ورځې په موقع خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي، په منطقه كښې تل پاتې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې منصفانه حل سره تړلې دې۔  ده هند څخه 5م اګست كال 2019 خپل غېر قانوني اقدامات د بېرته اخستلو مطالبه كولو سره ووئيل چې نړيواله ورورولي دې په سيمه كښې د غېر قانوني او بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو دې نوټس واخلي ۔ ده په ډاګه كړه چې پاکستان يو سوله ايز هېواد دے خو د قامي خپلواكۍ به كومه سودا نه كېږي۔

مزید خبریں