اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي چې زده كړې د كوم هم قام د پرمختګ ٬ سوكالۍ او معاشي استحكام بنيادي ضمانت دے او د نوي كول صلاحيتونه په مثبت جهت كښی ځلولو سره هغوي ته د علم او هنر موقعې وركول د وخت مهم حاجت دې۔ تعليم يافته او باصلاحيته ځوانان د پاكستان د روښانه راتلونکي او ملي پرمختګ رښتیني …
تعليم يافته او باصلاحيته ځوانان د پاكستان د روښانه راتلونکي او ملي پرمختګ رښتیني جوړونکي دي: د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د الحمد اسلامك پوهنتون دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر وئيلي دي چې زده كړې د كوم هم قام د پرمختګ ٬ سوكالۍ او معاشي استحكام بنيادي ضمانت دے او د نوي كول صلاحيتونه په مثبت جهت كښی ځلولو سره هغوي ته د علم او هنر موقعې وركول د وخت مهم حاجت دې۔ تعليم يافته او باصلاحيته ځوانان د پاكستان د روښانه راتلونکي او ملي پرمختګ رښتیني جوړونکي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د الحمد اسلامک پوهنتون اولنۍ ډګري رباب تبسم ته د وركولو په موقع وكړه۔ هغه په دې مهمه كاميابۍ رباب تبسم ته مباركي وركړه او د هغې روښانه سباؤن لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چئرمېن د الحمد اسلامك پوهنتون صدر پروفېسر ډاکټر شکیل روشن، انتظامیې، استاذانو او ټولې عملې ته د ادارې په تعليمي سفر كښی د يو مهم سنګ ميل په ترسره كولو مباركي وركړه۔ سیدال خان ناصر ووئيل د هېوا پرمختګ او سوكالۍ لپاره به سياسي تړون او اختلافات څخه پرته قامي ګټې مقدم ساتل وي۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې په تعليمي څانګه كښې د سركاري او نجي ادارو د مثبت هڅو ډاډګيرنه بايد روانه وساتلې شي۔ ولې چې هم دا ادارې ځوان كول د علم او هنر په كالو سنګارولو سره د پاكستان سباؤن مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي











