اسلام آباد هوايي ډګر کښې د نوي سټېټ لاؤنج جوړولو د بنياد تيګه كېښودل شوه ، بهرنيو مېلمنو ته به د نړيوال معيار پروټوكول آسانۍ ترلاسه وي: خواجه آصف

  اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر د بهر هېوادونو مشرانو او نړيوالو پلاويو ته د نړيوال معيار پروټوكول آسانۍ وركولو له د عصري سټېټ لاؤنج جوړولو د بنياد تيګه كېښودلې شوه۔ د پاکستان ایئرپورټس اتھارټی (پی اے اے) له مخې د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف په يوه پر وقاره دستوره كښې د سټېټ لاؤنج د بنياد تيګه كېښودله او د يادګاري لوحې مخ كتنه …

 

اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) په اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر د بهر هېوادونو مشرانو او نړيوالو پلاويو ته د نړيوال معيار پروټوكول آسانۍ وركولو له د عصري سټېټ لاؤنج جوړولو د بنياد تيګه كېښودلې شوه۔ د پاکستان ایئرپورټس اتھارټی (پی اے اے) له مخې د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف په يوه پر وقاره دستوره كښې د سټېټ لاؤنج د بنياد تيګه كېښودله او د يادګاري لوحې مخ كتنه يۍ وكړه۔ په دې موقع د دفاع وزير د هوائي ډګر په احاطه كښې يوه اونه هم نال كړه۔ په دستوره كښې سېکرټری دفاع لېفټېننټ جنرل (ر) اېم علی او ډي جي پاکستان ایئرپورټس اتھارټی ایئر وائس مارشل شاهد افضال په شمول نور اړوند چارواكي موجود وو۔ د پاکستان ایئرپورټس اتھارټی وېنا ده چې نوې سټېټ لاؤنج د پاكستان لخوا د اېس سی او سرمشريزې غونډې 2027ء تیاریانو په لړ كښی يو مهم پېشرفت دې۔ دا منصوبه د هېواد په هوائي مېدانونو د مېلمستيا او د پروټوكول انفراسټركچر په عصري بنيادونو د اودرولو قامي تګلارې برخه ده

مزید خبریں