د كلګت بلتستان وزيراعلی د مسافر بس په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

ګلګت۔ 06 نومبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن ګلګت څخه اسلام آباد ته د تلونكي مسافر بس د افسوس وړ پېښې سره په مخ كېدو د ژور غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ​وزیراعلیٰ پېښه كښې په حق رسېدليو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعلی ووئيل په دې دړدېدلې پېښه زيات غمجن يم ٬ د ځپليو كورنيو غم دړد …

ګلګت۔ 06 نومبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی امجد حسېن ګلګت څخه اسلام آباد ته د تلونكي مسافر بس د افسوس وړ پېښې سره په مخ كېدو د ژور غم دړد څرګندونه كړې ده۔ ​وزیراعلیٰ پېښه كښې په حق رسېدليو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعلی ووئيل په دې دړدېدلې پېښه زيات غمجن يم ٬ د ځپليو كورنيو غم دړد كښې يو برابر شريك يوو او هغوي ته باور وركوو چې حكومت په دې سخت وخت كښې هغوي سره ولاړ دې۔ وزیراعلیٰ امجد حسېن اړوندې انتظاميې او د روغتيا څانګې ته هدايت وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شوو ته دې له كوم تاخير پرته طبي آسانۍ وركړې شي۔ هغه رېسكيو ډلو او ځايي انتظاميې ته د مرستې كارروايۍ له تندولو او ټولو ځپليو ته د فوري مرستې رسولو تاكيد وكړو۔ وزيراعلی د پېښی سبب معلومولو امر كولو سره اړوندو چارواكو څخه د پېښې په اړه رپورټ وغوښتلو۔ هغه ټولو ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔

مزید خبریں