اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستاني صادراتو ودې ٬ د مصنوعاتو نړيوالو بازارونو ته لاس رسي زياتولو او د وړو او منځومانې درجې كاروبار په شمول ځايي صنعتونه برآمدي معيار سره سمولو له د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان(ټی ډی اے پی) په نوو بنيادونو د اودرولو منظوري وركړې او لارښوونه يۍ كړې ده چې په سپېځلي ډول دې په مېرټ ښه تربيه شوې افرادي قوت د …
صادرات زیاتولو لپاره نړیوالو بازارونو ته په صنعتونو كښې د جوړو شویو مصنوعاتو لاسرسی بنيادي اهميت لري: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستاني صادراتو ودې ٬ د مصنوعاتو نړيوالو بازارونو ته لاس رسي زياتولو او د وړو او منځومانې درجې كاروبار په شمول ځايي صنعتونه برآمدي معيار سره سمولو له د ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان(ټی ډی اے پی) په نوو بنيادونو د اودرولو منظوري وركړې او لارښوونه يۍ كړې ده چې په سپېځلي ډول دې په مېرټ ښه تربيه شوې افرادي قوت د ټي ډي اے پي برخه جوړه كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دا پرېكړه د وزيراعظم په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې يوه غونډه كښې وشوه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل صادرات زیاتولو لپاره نړیوالو بازارونو ته په صنعتونو كښې د جوړو شویو مصنوعاتو لاسرسی بنيادي اهميت لري۔ عصري بنياد لرونكي ټي ډي اے پي به ددې لاره هواره كړي۔ وزيراعظم لارښوونه وكړه چې په سپېځلي ډول دې په مېرټ ښه تربيه شوې افرادي قوت د ټي ډي اے پي برخه جوړه كړې شي۔ وزیرِاعظم ووئيل د ادارې كاركردكۍ او مالياتي آډټ لپاره دې د ښه شهرت لرونكي نجي آډټ فرم خذمات ترلاسه كړې شي۔ غونډې ته د ټی ډی اے پی د موجوده كاركردګۍ او اداره جاتي ډھانچی حوالې سره بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم د اصلاحاتو د راراون كال تر منځومانې مودې بشپړولو سره ددې عملي كول باوري كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنویر حسېن، جام کمال خان، احد خان چیمه، اورنګزیب، عطاء تارړ، شزہ فاطمه خواجه، ډاکټر مصدق ملک، د وزيراعظم سلاكار هارون اختر، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیانی او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔











