اسلام آباد۔06نومبر(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو او د جمو شهيدانو ته پېرزونئې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستان جمو وكشمير سره په اړوند خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ دې او د خپلو كشميري ورونړو خوېندو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتي۔ ده دا خبره دا جمو شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې …
د صدر مملكت كشميري اولس سره د يووالي عزم پخلې او د جمو شهيدانو ته پېرزوئنې ، پاکستان جمو و كشمير سره په اړوند خپل اصولي دريځ كلك ولاړ دې٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د جمو شهيدانو ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔06نومبر(اے پی پی) صدرمملکت آصف علی زرداری كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو او د جمو شهيدانو ته پېرزونئې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستان جمو وكشمير سره په اړوند خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ دې او د خپلو كشميري ورونړو خوېندو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتي۔ ده دا خبره دا جمو شهيدانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 6 نومبر لمانځلې شي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل د جمو شهيدانو ورځې په موقعه مونږ په نومبر كال 1947ء كښې جموں كښې شهيد شوي كشميري مسلمانان احترام سره يادولو سره هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د 6 نومبر 1947ء پېښه كله هم هېرېدې نه شي۔ د کشمیری اولس ستونزې يوازې تر تېر وخت محدود نه دي۔ صدر مملكت ووئيل د اېمنسټی انټرنېشنل او هیومن رائټس واچ په اوسني رپورټس كښې په كشمير كښې د غېر قانوني ګرفتاريانو ٬ د سزا په توګه د كورونو ړنګولو او د ابلاغ ذريعو په آزادۍ د بندېزونو لګولو پېښې په دستاويزي توګه په ګوته كړې شوي دي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پوهانو هم تشدد ٬ په حراست كښی د وژنې پېښو او اجتماعي سزاګانو سره په اړوندو راپورونو اندېښنه ښكاره كړې ده۔ صدر مملکت ووئيل د جمو د شهيدانو ياد مونږ ته زمونږ مسووليت په ګوته كوي چې مونږ د كركې خلاف مزاحمت وكړو ٬ د بشري وقار دفاع وكړو او دا خبره باوري كړو چې كوم هم قام د تشدد٬ امتيازي سلوك يا خوف د لارې خپلو حقونو څخه محروم نه كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل د هند د 5 اګست 2019ء غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات او دې څخه وروستو كارروائيو د كشميري اولس حقونه لا زيات مجروح كړې دي۔ هند بايد دغه اقدامات بېرته واخلي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د جمو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو او ټولو كشميري وګړو سره د يووالي پخلې كوو كوم چې نن هم د خپلو مينه والو د جدايۍ غم سره مخ دي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د جمو شهيدانو له د په جنت الفردوس كښې اعلی مقام وركړي او د كشمير اولس له دې آزادي ٬ امن او سوكالي وركړي۔











