پېنډي 05 نومبر (اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د زيارت په ورځ د سپيشل سروسز ګروپ(ايس ايس جي)هېډكوارټرز تربېلا دوره وكړه۔ تربيلا ته په رسېدو جنرل آفيسر كمانډنګ(جي او سي)ايس ايس جي د هغه تود هركلے وكړو۔د آئي ايس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز د شهيدانو په يادګار د ګلونو …
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د سپيشل سروسز ګروپ تربېلا هيډكوارټرز دوره وكړه٬شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې٬د كمانډوز آپرېشنل تيارو او جنګي صلاحيتونو جاج يۍ واخست

مزید خبریں
پېنډي 05 نومبر (اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د زيارت په ورځ د سپيشل سروسز ګروپ(ايس ايس جي)هېډكوارټرز تربېلا دوره وكړه۔ تربيلا ته په رسېدو جنرل آفيسر كمانډنګ(جي او سي)ايس ايس جي د هغه تود هركلے وكړو۔د آئي ايس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د خوږ هېواد دفاع كښې شهيد شويو ايس ايس جي ميړنو ځوانانو ته يۍ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره فاتحه خواني وكړه۔ده ته د دورې په مهال د ايس ايس جي خاص تربيت٬آپريشنل تيارو او مشن له مخې هر وخت چمتو پاتې كېدو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔هغه د جديد ترين خاص آلات و سازو سامان نندارتون مشاهده هم وكړه۔ افسرانو او ځوانانو سره خبرو كښی چيف آف آرمي سټاف او چيف آف چيفنس فورسز د هغوي د اعلٰی پېشې ٬ مهارت٬ لوړې حوصلې او وظيفې سره ه د غېر متزلزل تړون ستائنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې بدلېدونكې امنيتي خطرو او رامخې ته شويو چېلنجونو مخ نيوي لپاره پرله پسې تربيه٬د ځايې صلاحيتونو وده او په آپرېشنل تيارو د جوړې جاړې نه كول د ګټې كليد دے۔۔(











