د وزیراعظم اېس اېم ایز لپاره د اوږدې مودې فنانسنګ سهولت څخه استفادہ کولو له د 80 فیصده برآمدات شرط ختمولو سپارښتنه

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف اېس اېم ایز لپاره د اوږدې مودې فنانسنګ سهولت څخه استفادہ کولو لپاره د 80 فیصده برآمدات شرط ختمولو سپارښتني سره ويلي د اېس اېم ایز د كار استعداد زياتولو او كاروبار ودې لپاره به حکومت هر ممکن معاونت كوي۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف اېس اېم ایز لپاره د اوږدې مودې فنانسنګ سهولت څخه استفادہ کولو لپاره د 80 فیصده برآمدات شرط ختمولو سپارښتني سره ويلي د اېس اېم ایز د كار استعداد زياتولو او كاروبار ودې لپاره به حکومت هر ممکن معاونت كوي۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې برآمدات کونكو اېس اېم ایز له سهولیات وركولو په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو رانا تنویر حسین، احسن اقبال، جام کمال خان، ډاكټر مصدق ملك، احد خان چیمه ٬ محمد اورنګزیب، عطاء تارړ، علی پرویز ملك ، اوېس احمد خان لغاری، د وزیراعظم صلاحكار هارون اختر، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، پارلیمانی سیکرټری ذوالفقار علی بھټي ، د تجارت لپاره د قائمه کمېټۍ چیئرمېن جاوید حنیف خان، د سټيټ بانك ګورنر جمیل احمد او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔غونډي ته د اېس اېم ایز نمائندګانو سره اوسنۍ مشاروتي نشستونو او د هغوي د مسئلو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ووئيل اېس اېم ایز او برآمد کنندګانو لپاره په رعایتی فنانسنګ سکیم كوم هم بانك د عمل درآمد څخه د انحراف اجازه نه شي وركولې، اېس اېم ایز لپاره د اوږدې مودې فنانسنګ سهولت څخه استفادہ کولو لپاره د 80 فیصده برآمدات شرط ختم كړې شي،د اېس اېم ایز پرمختګ لپاره به حکومتی سرپرستۍ او سهولیات وركول باوري شي،د اېس اېم ایز د كار استعداد زياتولو او كاروبار ودي لپاره به حكومت هر ډول ممكنه مرسته كوي۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د برآمد کنندګان آسانيو لپاره د ایکریډیټېشن معیار، لیبارټریز توسیع او نوره ضابطه جاتی تګلاره دې ښه كړې شي۔غونډي ته ووئيل شول چې په مشاورتی نشستونو كښې د ټیکسونو، ریفنډز، صوبائی محصولات، ایکریډیټېشن، لاجسټکس، ادائیګیو او فنانسنګ په اړه په مسئلو بحث شوې، پاکستان كښې د برآمدات سره تړون لرونكو اېس اېم ایز شميره تقریباً 17 زره ده، سټيټ بېنك آف پاکستان د 01 نومبر څخه اېس اېم ای سېکټر لپاره د قرضو تر رسني پورټل اجراء نه پس د 10,000 څخه زيات خواستونه ترلاسه شوي،ایکسپورټ فائنانس سکیم كښې اېس اېم ای سیکټر او نوي ایکسپورټرز لپاره 300 اربه روپۍ بيلي شوي، د اوږدې مودې پرمختيائي فنانسنګ فیسلټی (LTGFF) لپاره سږ كال 350 اربه روپۍ بيلي شوي،د افریقې هېوادونو له د پاکستان برآمدات زياتولو په اړه اقدامات كيږي۔

مزید خبریں