اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د کشمير چوك انډر پاس منصوبه په 27 ورځو كښې بشپړ كړې شوې ده، د منصوبې د تعميراتي كار د معيار سودا نه ده شوې ٬ اسلام آباد كښې به د اسیاء لوے سفاري پارك او د نړيوال معيار لوبغالې جوړېږي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د …
زياتې خوارۍ كوټلې منصوبه بندۍ سره 27 ورځو كښې ټاسك ترسره كړې شو، د منصوبې تعميراتي كار كښې د معيار كومه سودا نه ده شوې ٬ اسلام آباد كښې به د اسیاء لوے سفاري پارك او د نړيوال معيار لوبغالې جوړېږي: د محسن رضا نقوي دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د کشمير چوك انډر پاس منصوبه په 27 ورځو كښې بشپړ كړې شوې ده، د منصوبې د تعميراتي كار د معيار سودا نه ده شوې ٬ اسلام آباد كښې به د اسیاء لوے سفاري پارك او د نړيوال معيار لوبغالې جوړېږي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کشمير چوك انډر پاس پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل د منصوبې په مهال پخوانۍ ونې محفوظ كولو سره بل ځائ ته منتقل كړې شوې دي او د کشمير چوك منصوبې له مخې 6340 نوے بوټي نال كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې اسلام آباد لا ګرېن جوړولو لپاره د بوټو شمېره به څو چنده زياتوٶ۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د ون کانسټيټيوشن ايونيو په معامله د بشپړه مرستې او ملاتړ باور راكړې ٶ، وفاقي کابينې د ون کانسټيټيوشن ايونيو د جے آئي ټي رپورټ منظوري وركړې ده، د اربونو روپو ماليت ون کانسټيټيوشن ايونيو جائيداد سي ډي اے ته بېرته ترلاسه شوے دے، د ون کانسټيټيوشن ودانې به د اصل مقصد له مخئ په فائيو سټار هوټل كښې بدلولې شي دغسې چې د اېس سي او سمټ په څېر نړيوال كنفرنس كښې ګدون كوونكو مېلمنو ته د نړيوال معيار د استوګنې سهولتونه ترلاسه شي۔ ده وويل چې په وفاقي پايه تخت كښې سفاري پارك جوړولو لپاره د نړيوال کنسټلنټ خدمات ترلاسه كړې شوې دي او په دې به عملي كال په جنوري كښې پېل شي٬ ده ووئيل چې دې سره سره د کنونشن سېنټر د رنګ روغن كار په راتلونكې 15 ورځو كښې پېل كوٶ او په راتلونكې اوونۍ كښې به وزیراعظم خپله په وفاقي پايه تخت كښې د جديد نړيوال كركټ سټېډيم د بنياد تيګه ږدي۔











