اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قام خدمت، د پاکستان پرمختګ او هېواد ته په نړيوال قامونو كښې د اعلی كچې مقام وركولو عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې شپه او ورځ خوارۍ او اجتماعي هلو ځلو سره د هېواد پرمختګ او د خوشحالۍ منزل ترلاسه كول ممكن دي، د کشمير چوک انډر پاس منصوبه په 27 ورځو كښې بشپړول غېر معمولي کارنامه ده، …
وزيراعظم د قام خدمت، د پاکستان پرمختګ او هېواد ته نړيواله كچه دې ته د اعلٰې مقام وركولوعزم، د کشمير چوك انډر پاس منصوبه په 27 ورځو كښې بشپړول غېر معمولي كارنامه او د اېس سي او کنفرنس د تيارو عملي ثبوت دے: شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قام خدمت، د پاکستان پرمختګ او هېواد ته په نړيوال قامونو كښې د اعلی كچې مقام وركولو عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې شپه او ورځ خوارۍ او اجتماعي هلو ځلو سره د هېواد پرمختګ او د خوشحالۍ منزل ترلاسه كول ممكن دي، د کشمير چوک انډر پاس منصوبه په 27 ورځو كښې بشپړول غېر معمولي کارنامه ده، د منصوبې بشپړتيا سره به په سيمه كښې د ټرافېك مسئلې هوارېدو كښې مرسته ترلاسه شي، دا منصوبه راتلونكي كال كښې د اېس سي او کنفرنس او نورو اهمو دستورو لپاره د تيارو عملي ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کشمير چوك انډر پاس پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نن د کشمير چوك انډر پاس پرانسته وشوه خو دا منصوبې يوازې د 500 ميټر تر اوږد انډر پاس محدود نه ده بلكې د دې ګېرچاپېره د څلور كلوميټرو جال هم جوړ كړې شوې دې٬ د دې نه علاوه کشمير، د جنت نظير مناسبت سره دلته دوه يادګار هم جوړ كړې شوې دي او د زرګونو په شمېر نوې بوټي هم نال كړې شوې دي٬ دا ټول كار يوازې په 27 ورځو كښې بشپړ كړې شوې۔ ده ووئيل چې ما ته ياد نه راځي چې دومره په برق رفتارۍ سره د دې نه وړاندې كومه بله منصوبه بشپړ شوې وي۔ وزيراعظم په دې غېر معمولي کارکردګۍ د وفاقي وزير محسن نقوي، د سي ډي اے چيئرمېن، کنټرېکټر او ټول اړوند افسرانو او اهلكارو له مباركي وركړه چا چې شپه او ورځ محنت كولو سره دا كارنامه سرته رسولې۔ وزيراعظم ووئيل د ښار ښكلا او د ټرافېك نظام بهتري زمونږ ذمه واري ده، دې منصوبې سره به په سيمه كښې د ټرافېك مسئلو په هواري كښې مرسته وشي، راتلونكي كال كښې به د اېس سي او کنفرنس كېږي چې پكښې به د زرګونو په شمېر مېلمانه اسلام آباد ته راشي ٬ په دې تناظر كښې د مېلمستيا تقاضا ده چې يوازې په پايه تخت كښې د ټرافېېك مسئلې نه وي بلكې د ښار ښكلا كښې هم كمې پاتې نشي دغسې چې د اسلام آباد ښكلا او خوشبويانې تر ګېر چاپېره ټولو سيمو خپرې شي او د پاکستان نامه لا روښانه شي۔ وزيراعظم د منصوبې د سپېځلتيا ذكر كولو سره ووئيل چې د کشمير چوك انډر پاس منصوبه د يو ارب 45 كروړه روپو په مصرف بشپړ كړې شوې ده او د سپېځلتيا پروکيورمنټ نظام او د اي پيډز د لارې د ټھېکې اندازې څخه 2.5 فيصده په كمه وركړې شوې۔ ده د منصوبې په بشپړتيا كښې محنت، سپېځلتيا او د ذمه وارۍ څرګندونه كوٶنكو ټولو اړوند كسانو له مباركي وركولو سره د دوي د زړه د خلاصه مننه وكړه۔ وزيراعظم دعا وكړه چې پروردګار دے مونږ ټولو له توفيق او همت راكړي چې مونږ د يوې ډلې په حېث د پاكستان شپه او ورځ خدمت وكړٶ او هېواد ته په نړيوال قامونو كښې يو عظيم مقام وركړو۔ ده ووئيل دا هدف ممکن دے، هر څو چې مشكل ضرور دے خو ناممكن نه دے۔ د دې نه وړاندې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دستورې ته وېنا وكړه۔ وزيراعظم ته په منصوبه بريفنګ كښې ووئيل شول چې انډر پاس څخه به د اسلام آباد، پېنډۍ، مري او آزاد کشمير ترمېنځه د ټرافېك په جريان كښې آسانۍ راشي٬ دا منصوبه د يو ارب 45 كروړه روپو په لګښت بشپړ كړې شوې ده، په منصوبه كښې نزدې 4 کلو ميټره د سړكونو جال هم شامل دے٬ د کشمير چوک انډر پاس د لارې به په مصروف سترو لارو د ټرافېك فشار كمولو كښې مرسته ترلاسه شي ٬ د کشمير چوك منصوبې له مخې 6340 نوې بوټي هم لګولې شوي دي او د منصوبې په غاړٶ د کشمير مناسبت سره دوه ښائسته مانومنټس هم جوړ كړې شوې دي۔











