اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د مصنوعی ذهانت (اے آئی) ناسمه او بې لارې كونكو معلوماتو مخنيوي له د نړيوال كنونشن او مؤثر رېګولېټری و لیګل فرېم ورک په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې په ډیجیټل محاذ د جرمونو مخنيوي له قوانين پياوړې كړې شوي دي ، سوشل میډیا مواد لپاره اے آئی لېبلنګ ضروری دې ، د رايې په آزادۍ …
د مصنوعي ذهانت ضرر رسونكي استعمال او د ناسمو معلوماتو مخنيوي له نړيوال كنونشن اړين دې: عطا تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د مصنوعی ذهانت (اے آئی) ناسمه او بې لارې كونكو معلوماتو مخنيوي له د نړيوال كنونشن او مؤثر رېګولېټری و لیګل فرېم ورک په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې په ډیجیټل محاذ د جرمونو مخنيوي له قوانين پياوړې كړې شوي دي ، سوشل میډیا مواد لپاره اے آئی لېبلنګ ضروری دې ، د رايې په آزادۍ كوم بندېز نشته ، د پیکا اېکټ مقصد الېکټرانک جرائم او سائبر او ډیجیټل نړۍ كښې د روانو جرمونو مخنيوي دې ، دا د رايې آزادۍ سره په څرګنونه د كوم بندېز لګولو يا د خبريالانو پېشه ورو ذمه وارو څخه د منع كولو قانون نه دې ٬ ددې مقصد وګړي آن لائن دړكو ٬ د ناسمو معلوماتو دلارې ځورول كېد او بدنامېدو څخه محفوظ كول دي۔ وفاقي وزير د زيارت په ورځ په علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د سسټېن اېبل ډوېلپمنټ پالېسی انسټی ټیوټ (اېس ډی پی آئی) 29 مه کنفرنس او د څلورمې اېس آئی اېکسپو په لړ كښې تابيا كړې شوې پېنل مباحثه كښې خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل په روايتي ميډيا كښې اداراتي نظام ، ایډیټرز او ادارتی بورډز موجود دي۔ خو د سمارټ فون او كېمرې شتون له امله اوس هر يو وګړې براډ كاسټر جوړ شوې دې۔ وفاقی وزیر ووئيل سوشل میډیا لپاره زيات مؤثر رېګولېټري فرېم ورك ٬ د معلومات تصديق او حقائقو كره كتتنه پياوړې كول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت د ډيجيټل كميونيكېشن په څانګه كښې خپل صلاحيت زياتولو له د كار قاعدو كښې بدلون كړی او د پاكستان اولنې ډیجیټل کمیونیکېشن ډیپارټمنټ يۍ جوړ كړو چرته چې د معلوماتو تصديق او د ډيجيټل مواد تيارۍ لپاره د پوهانو ډله موجود ده۔ ده ووئيل پاكستاني ځوانانو په سوشل ميډيا د هند ناسمه معلومات او ددرغو ادعاګنې په ګوته كولو سره د حقائقو په رامخې ته كولو كښې كردار ترسره كړو۔ د معركه حق په مهال زمونږ ټول قام نه يوازې دا چې يو موټې و بلكې زمونږ ميډيا ٬ سوشل ميډيا ٬ ځوانانو او د ټولنې هرې طبقې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه او حكومت مستند معلومات مخ په وړاندې بوتلل۔ د جنګ په مهال او جنګ څخه وروستو مونږ هر ځائې د رياتيا سوچ غالب وساتلو٬ بل خوا د هند لخوا په درې واړو بيانيو كښې جعلي او بې بنسټه معلومات وكارولې شوو۔ عطا تارړ ووئيل په سائبر او ډيجيټل نړۍ كښې د جرمونو مخنيوي له مؤثر قانوني نظام اړين دې۔ ده ووئيل په آن لائن توګه د ځورولو كېدو ٬ د بلېك مېل كېدو ٬ نامناسب پېغامونو سره د مخ كېدو ٬ د كوچنيانو جنسي استحصال او ډيجيټل جرمونو ښكار وګړو ته د داد رسۍ فورم برابرول د رياست ذمه واري وي۔ ده ووئيل نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن ایجنسی (اېن سی سی آئی اے) جوړه كړې شوې ده او ددې په سيمه ييزې دفترونو كښی د تربيې عمل روان دې۔ ده ووئيل د مصنوعي ذهانت زيان رسونكي استعمال سره نه يوازې د ناسمه او بې لارې كوونكو معلوماتو د خپرېدو خطره ده بلكې د ميډيا انډسټري په تخليقي څانګو كښې روزګار هم ځپلې كيږي۔ اشتهارونو ٬ فلم سازۍ او نورو تخليقي فعاليتونو سره د اړوندو وګړو كار ته تحفظ وركولو د انسانی تخلیقی صلاحیت او انسانی شمولیت برقرار ساتل اړين دي۔ عطا تارړ ووئيل د مصنوعي ذهانت لېبلنګ سره مضبوط قانونی او ضابطہ جاتی فریم ورک او په نړيواله كچه د قبلولو وړ كنونش ته اړتيا ده په كومو چې بېل هېوادونه لاس ليك وكړې شي۔ ديوې پوښنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل الېکټرانک میډیا لپاره پېمرا، ورځپاڼو لپاره پرېس رجسټرار، آډټ بیورو آف سرکولېشن او پرېس کونسل په شمول بېلې ادارې موجود دي۔ دغسې د اخباری کارکنانو شخړو حل كولو له امپلی مېنټېشن ټربیونل آف نیوز پېپر اېمپلائز هم د قانوني تحفظ لاندې كار كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پيكا په اړه ځينې اندېښنې په غلط فهمو او د قانون په ناسمه تشريح اډانه دي۔ ددې مقصد خبريالانو خپلو فرائضو څخه منع كول نه بلكې په ډيجيټل نړۍ كښې وګړو ته پېښېو خطرو څخه تحفظ وركول دي۔











