د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬  د روغتيا وزارت ته په يوه اونۍ كښې د پوليو مخنيوي له د كوټلې تګلارې چمتو كولو هدايت

اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د پوليو په رامخې ته شوې كېسونو اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې پوليو څخه پاك هېواد يو چېلنج دې بياهم زمونږ حوصله او عزم ددې چېلنج په مقابله كښې زيات مضبوط دې٬ د پوليو كمپائن په مهال د فرنټ لائن وركرز تحفظ باوري كول د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ د روغتيا وزارت دې په يوه اونۍ كښې د …

اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د پوليو په رامخې ته شوې كېسونو اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې پوليو څخه پاك هېواد يو چېلنج دې بياهم زمونږ حوصله او عزم ددې چېلنج په مقابله كښې زيات مضبوط دې٬ د پوليو كمپائن په مهال د فرنټ لائن وركرز تحفظ باوري كول د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ د روغتيا وزارت دې په يوه اونۍ كښې د څلورو واړو صوبو په مشاورت د پوليو مخنيوي له د عمل وړ كوټلې تګلاره چمتو كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښی د پوليو مخنيوي جاج اغستو غونډه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل پوليو څخه پاك هېواد يو چېلنج دې بياهم زمونږ حوصله او عزم ددې چېلنج په مقابله كښې زيات مضبوط دې۔ په صوبو كښې ټولو همكارانو سره د نزدې مشاورت او ګډې تګلارې سره پاكستان څخه د پوليو بشپړه خاتمه باوري كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د پوليو كمپائن په مهال د فرنټ لائن وركرز تحفظ باوري كولو د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ وزیراعظم هېواد كښې د پوليو په رامخې ته شوو اوسنو كېسونو اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل د پولیو خلاف به د تېر وخت په مقابله كښې زياتې غوره تګلارې سره مخ په وړاندې تلل وي۔ وزیراعظم وفاقی وزیر، وزیر مملکت ، د قامي روغتيا وفاقي سېکرټری  او د پوليو مخنيوي ډلې غړو ته په سمدستي توګه د څلورو واړو صوبو دوره كولو سره اعلی وزيرانو او چېف سېكترانو سره د ملاقاتونو هدايت كولو سره ووئيل په يوه اونۍ كښې دې د څلورو واړو صوبو په مشاورت د پوليو مخنيوي له د عمل وړ كوټلې تګلاره چمتو كړې شي۔ غونډې ته په هېواد كښې د پوليو رامخې ته شوو اوسنيو كېسونو او ددې مخنيوي له د پورته كړې شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شو چې نن په خېبر ضلع كښې د پوليو نوې كېس رامخې ته شوې دې چې ورسره د روان كال په مهال په هېواد كښی د رامخې ته شوو كېسونو شمېره 9 ته رسېدلې ده۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملک، وفاقی وزیر د اقتصادی چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ، د قامي ورغتيا وزير مملكت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ، د وزیراعظم د پوليو مخنيوي فوكل پرسن سېنېټر عائشه رضا فاروق او نور اړوندو چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں