الېکشن کمېشن په خېبرپښتونخوا كښې بلدياتي ټاكنو سره اړوند ټول اقدامات تر راتلونكي امر وځنډول

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) الېکشن کمېشن د وفاقي حکومت لخوا په څلورم نومبر كال 2026 جاري كړې شوې آرډر په نظر كښې ساتلو سره په خېبرپښتونخوا كښې بلدياتي ټاكنو سره اړوند ټول اقدامت تر راتلونكي بل امر ځنډولې دي۔ د زيارت په ورځ د الېکشن کميشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وياند ووئيل چې اليکشن کميشن په خېبرپښتونخوا كښې سېوا د ھغه ضلعو چرته …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) الېکشن کمېشن د وفاقي حکومت لخوا په څلورم نومبر كال 2026 جاري كړې شوې آرډر په نظر كښې ساتلو سره په خېبرپښتونخوا كښې بلدياتي ټاكنو سره اړوند ټول اقدامت تر راتلونكي بل امر ځنډولې دي۔ د زيارت په ورځ د الېکشن کميشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وياند ووئيل چې اليکشن کميشن په خېبرپښتونخوا كښې سېوا د ھغه ضلعو چرته چې ګورنر راج او د ايمرجنسي نه وروسته د آئين آرټيکل 140-اے معطل كړې شوې ٶ، د بلدياتي اليکشن كولو پرېكړه شوې وه او په دې لړ كښې يو شمېر اقدامات پېل شوې هم ٶ۔ اليکشن کميشن د زيارت په ورځ د وفاقي حکومت لخوا تېره ورځ په جاري كړې شوي آرډر نمبر 3 نېټه 4 نومبر 2026 بحث وكړو۔ غونډه د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د دې حکم نامې د شق نمبر 2 تفصيلي جاج واخستې شو٬ د كومې له مخې چې د آئين پاکستان آرټيکل 140-اے معطل كړې شوے دے او د دې اطلاع د تېر ارډر له مخې د خاص ضلعو نه علاوه په ټولو نورو ضلعو هم شوېدے۔ د تفصيلي غور نه وروسته پرېكړه وشوه چې د ذكر شوې حکم نامې له مخې د صوبې په پاتې ضلعو كښې هم بلدياتي انتخابات كول ممكنه پاتې نه دي٬ دې لپاره د دې انتخابات د تابيا په لړ كښې تر اوسه شوې ټول اقدامات دې تر بل حكم وځنډولې شي۔

 

مزید خبریں