د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام لاندې د 104 اربه روپو رهائشي پورونه جاري كړی شول ٬ په 6 مياشتو كښې 404 فيصده اضافه وشوه: خرم شهزاد

  اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام لاندې د جاري كړې شوو رهائشي پورونو حجم 104 اربه روپو څخه زيات شوې دې او جون 2026 څخه تر دې دمه د پورونو په وېش كښې 404 فيصده اضافه شوې ده چې ورسره د زرګونو په شمېر كورنيو له د خپل كور خوب په حقيقت كښې د …

 

اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې د وزيراعظم اپنا ګھر پروګرام لاندې د جاري كړې شوو رهائشي پورونو حجم 104 اربه روپو څخه زيات شوې دې او جون 2026 څخه تر دې دمه د پورونو په وېش كښې 404 فيصده اضافه شوې ده چې ورسره د زرګونو په شمېر كورنيو له د خپل كور خوب په حقيقت كښې د بدلولو لاره هواره شوې ده۔ خرم شهزاد  ووئيل چې تر دې دمه جاري كړې شوو پورونو څخه 17 زره 697 كورنيو استفاده كړې ده۔ دې نه ځانله د 90 زره 405 خواستونو په مقابله كښې د 533 اربه روپو ماليت پورونو منظوري وركړې شوې ده۔ ده ووئيل د پروګرام له مخې تر دې دمه په مجموعي توګه 2 لکه 20 زره 715 خواستونه ترلاسه شوي په كومو كښې چې 41 فیصد خواستونه منظور كړې شوي دي

مزید خبریں