د پاکستان او روس ترمېنځه د ډيجيټل معيشت او په جديد ټيکنالوجۍ كښې د مرستې بلها امكانات موجود دي۔ احسن اقبال

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) پاکستان او روس د جديد ټيکنالوجۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې نوې لوړې كچې ته رسولو، مصنوعي ځېركتيا، کلاٶډ ټيکنالوجي او په سائبر سکيورټي كښې مشتركه منصوبې پېل كولو او د نجي څانګې ترمېنځه کاروباري روابطو مضبوطولو له اتفاق كړے دے۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان او روسيه ترمېنځه د آئي …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) پاکستان او روس د جديد ټيکنالوجۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې نوې لوړې كچې ته رسولو، مصنوعي ځېركتيا، کلاٶډ ټيکنالوجي او په سائبر سکيورټي كښې مشتركه منصوبې پېل كولو او د نجي څانګې ترمېنځه کاروباري روابطو مضبوطولو له اتفاق كړے دے۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان او روسيه ترمېنځه د آئي ټي مرستې په اړه وېبينار ته خپلې وېنا كښې ووئيل  د داړو هېوادونو ترمېنځه د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې مرسته په عملي شراکت دارۍ، سرمايه کارۍ او په مشترکه کاروباري منصوبو  بدلول غواړو دغسې چې دواړه هېوادونه تر نوي نړيوال ماركيټ رسنه ترلاسه كړي۔ ده ووئيل  د پاکستان او روسيه ترمېنځه د ډيجيټل معيشت او په جديد ټيکنالوجۍ كښې د مرستې بلها امكانات موجود دي٬ د دواړو هېوادونو كمپنيو له به د يو بل مهارت٬ تجربو او تکنيکي صلاحيتونو  نه ګټې پورته كولو لپاره موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل  په دې لړ كښې د روسيه پنځو كمپنيو د پاکستانو ادارو سره 16 كاروباري ملاقاتونه كړې دي۔ ده ووئيل  د پاکستان او روسيه كمپنۍ مشتركه ټیکنالوجي مصنوعات او ډیجیټل پلیټ فارمز چوړولو سره په نړيوال ماركيټ كښې خپله موجودګي زياتولې شي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د آئي ټي مرستې حقیقي کامیابي په تجارت او سرمایه کارۍ كښې زياتوالي،  د جدید ټېکنالوجۍ منتقلۍ او ځوانانو لپاره د روزګار نوو موقعو پېدا كولو سره ټړلې دي

مزید خبریں