وزيراعظم د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونه،  رجسټرډ مستحقين ته د سهولت نه وركوٶنكو پټرول پمپس د لائسنس منسوخ كولو امر

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونې كولو سره امر وكړو چې رجسټرډ مستحقينو ته  د سهولت نه  وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس منسوخ كړئ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف  په مشرۍ كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په اړه …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونې كولو سره امر وكړو چې رجسټرډ مستحقينو ته  د سهولت نه  وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس منسوخ كړئ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف  په مشرۍ كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په اړه مهمه غونډه وشوه٬ په غونډه كښې د پروګرام د پيشرفت جاج واخستلے شو٬ په دې موقع وزيراعظم د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل  الحمدلله، رجسټريشن او د سبسډي د ترلاسه كولو د طريقه کار  آسانولو په نتيجه كښې رجسټريشن زيات شوے دے او او زيات مستحق وګړي دي سهولت څخه مستفيد كېږي، مستحق وګړو لپاره په ټيکنالوجي اډانه دا سپېځلے سبسډي سکيم به په سباون كښې د اولس خېرښګړې داسې اقدامات لپاره يو ګېم چېنجر ثابت شي۔ وزيراعظم د سکيم په  ړه د مانيټرنگ او کارګر ډيش بورډ په ترتيب كولو د وفاقي وزيرې شزا فاطمه، د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وفاقي سيکرټري ضرار هاشم خان او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د پټروليم سبسډي سکيم له مخې  رجسټرډ مستحقين ته د سهولت نه  وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس منسوخ كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په پېشرفت  د بريفنګ په مهال ووئيل شول د سبسډي سکيم له مخې تر اوسه 15,519,282  وګړې رجسټرډ شوي دي چې پكښې 15.06 ملين موټر بائيکس او 449 زره 800 سي سي ګاډو مالكان دي، د سبسډي سکيم له مخئ تر اوسه 6 کروړ 31 لکه 53  زره 885  ټوکن جاري كړې شوي دي چې پكښې 5 کروړه  94 لكه 45 زره 347  ټوکنز استعمال كړې شوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول  د فيول سبسډي سکيم له مخې تر 4 نومبر 2026 د 28.6 اربه روپو ادائيګۍ شوې دي ، د پرائم منسټر فيول ريليف سکيم  په اړه د معلومات او  ګيلو ازالې لپاره صارفين او پټرول پمپس لپاره  جلا جلا کال سينټرز جوړ كړې شوي دي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، مصدق ملك، محمد اورنګزېب، عطاء الله تارړ، علي پروېز ملك، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د وزيراعظم د توان خاص مرستيال ليفټيننټ جنرل (ر) ظفر اقبال او نورو اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں