د اسلام آباد جدید ماډل ښار جوړولو لپاره په 30 پرمختيائي پروژو كار په تندۍ سره روان دے۔ د كورنيو چارو وزير

  اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئيلي دي   د پلازمينې  په پرائیویټ زمكو وړاندې څخه  د جوړو شوو سوسائټیز لپاره به داسې حل راويسنل وي چې د وګړو كورونه بچ شي او هغه ریګولرائز هم كړے شي۔ اسلام آباد جدید ماډل ښار جوړولو له د جامع  تګلاري ترمخه په 30 پرمختيائي پروژو كار په تندۍ سره روان دے۔  د  وزیراعظم هاؤس …

 

اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئيلي دي   د پلازمينې  په پرائیویټ زمكو وړاندې څخه  د جوړو شوو سوسائټیز لپاره به داسې حل راويسنل وي چې د وګړو كورونه بچ شي او هغه ریګولرائز هم كړے شي۔ اسلام آباد جدید ماډل ښار جوړولو له د جامع  تګلاري ترمخه په 30 پرمختيائي پروژو كار په تندۍ سره روان دے۔  د  وزیراعظم هاؤس په خوا كښې راګرځولې شوې يو زر كناله زمكه د جدید سېلګرۍ مرکز جوړولو چمتوالے په وروستي پړاؤ كښې دے۔پينډۍ او اسلام آباد ترمينځه د ټرافېك فشار كمولو لپاره مونږ الیونتھ ایونیو په منصوبه هم ډير زر كار پيل كوو۔ده د کشمیر چوك دورې په موقع د خبريالانو سره خبرې كولې۔د يوې پوښتني په ځواب د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل اصل مسئله دا ده چې سوسائټیز وړاندې جوړې شوي چرته چې وګړو كورونه جوړ كړي، زمكي پرائیویټ وي د كومي منظورۍ لپاره چې معاملات بائی پاس کړې شوي۔ده واضحه كړه چې داسې متوازن او جامعه حل جوړوو چې ورسره د عامو وګړو كورونه بچ شي او دغه  سوسائټیز قانونی دائره كښې راوستلو سره ریګولرائز هم كړې شي ۔ ده سخت خبردارے وركړو چې د سباؤن لپاره د منظورۍ نه غېر او  د فائلونو د اغستلو خرڅولو   چکر به اوس نه چليږي۔د وفاقی پايه تخت په مجموعي پرمختيائي وژن خبره كولو سره ده ووئيل په اسلام آباد كښې دا مهال 30 څخه زياتي پرمختيائي پروژي په يو وخت رواني دي دغسې  د نوو پروژو يو اوږد فهرست هم پائپ لائن كښې دے۔ده ووئيل زمونږ مقصد وفاقی پايه تخت يو داسې ښكلے ښار جوړول دي چرته چې وګړي بس  دفتری کار له نه راځي بلکه د سيل سپاټې په غرض سره دوه څلور ورځي پاتي كيږي۔ده ووئيل په ښار كښې جدید کرکټ سټيډيم د بنياد تيګه  به هم اېښودلې شي۔وزیراعظم هاؤس په خوا كښې د راګړحولې شوې قیمتی زمكي په اړه ده ووئيل يو زر كناله  زمكه به جدید سیېلكړۍ مرکز، فائیو اسټار هوټلز او معیاري ریسټورنټس جوړولو منصوبې دوه درې بریفنګز او پریزنټېشنز بشپړ شوي او يوه مياشت كښې به په دې اړه عملی پیش رفت رامخې ته شي۔

 

 

 

مزید خبریں