پينډۍ 05 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د ډزو په پېښه كښې د وژلے شوو سي سي ډي اهلکار تحسين شاه او د هغه د ورور خضر شاه کور ته لاړو او هلته ئې د غمجني كورنۍ سره ملاقات كښې لاس نيوه وكړه۔په دې موقع ده د وژلے شوو كسانو ورور نصير شاه او سعيد شاه سره ملاقات وكړو،هغوي سره غمرازي كولو كښې …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د وژلې شوو وروڼو تحسين شاه او خضر شاه کورنۍ سره لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
پينډۍ 05 نومبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د ډزو په پېښه كښې د وژلے شوو سي سي ډي اهلکار تحسين شاه او د هغه د ورور خضر شاه کور ته لاړو او هلته ئې د غمجني كورنۍ سره ملاقات كښې لاس نيوه وكړه۔په دې موقع ده د وژلے شوو كسانو ورور نصير شاه او سعيد شاه سره ملاقات وكړو،هغوي سره غمرازي كولو كښې ووئيل د دوو وروڼو وژنه يوه لويه پېښه ده ٬ د دې په اوريدلو درديدلي يو۔ محمد حنيف عباسي د غمجني كورنۍ سره د يووالي څرګندوني سره هغوي له د هر ممكن مرستي باور وركړو۔ده د كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو او دوي به يواځې نه پرېښودو۔په دې موقع د پنجاب اسمبلۍ غړو ضياء الله شاه او راجه فيصل پشمول د پاکستان مسلم ليګ (ن) پيندۍ ځائې لارښود او كاركنان هم موجود وو كومو چې د غمجني كورنۍ سره د غمرازۍ څړكندونه وكړه۔











