د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه باکو ته روانه شوه ، نړيوال کنفرنس ته به خطاب او د ملګرو ملتونو اعلیٰ چارواكو او د آذربائيجان مشر تابه سره به ملاقاتونه كوي

  اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه د آذربائيجان پايه تخت باکو ته په سرکاري دوره روانه شوه ،هغه به نړيوال کنفرنس كښې كډون كوي چرته به چې د اولسې ښېګړې او حکومتي نظام كښې د  جديد ټيکنالوجۍ د لارې ښه والي په سرخط وينا كوي۔د آئي ټي او ټيلي کام وزارت د اړخه جاري شوي بيان له …

 

اسلام آباد 05 نومبر  (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه د آذربائيجان پايه تخت باکو ته په سرکاري دوره روانه شوه ،هغه به نړيوال کنفرنس كښې كډون كوي چرته به چې د اولسې ښېګړې او حکومتي نظام كښې د  جديد ټيکنالوجۍ د لارې ښه والي په سرخط وينا كوي۔د آئي ټي او ټيلي کام وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې په باکو كښې د وفاقي وزيري د ملګرو ملتونو اعلیٰ چارواكي لي جُنھوا (Li Junhua) سره مهم ملاقات هم كېدونكے دے چې پكښې به ډيجيټل مرستي او كوټلي پرمختګ په اهداف خبري اتري كولې شي۔دې نه ځانله هغه به د آذربائيجان سرکاري خدمات ايجنسۍ چيئرمېن اولوي مهدييف سره هم ملاقات کوي چې پكښې به د اولسي خدمات ډيجيټلائزيشن تجربو تبادله کولې شي۔د وفاقي وزيري د ملګرو ملتونو د ډيجيټل چارو خاص استازي سره هم ملاقات متوقع دے چې پكښې به نړيوال ډيجيټل فريم ورك او د پاکستان د آئي ټي په څانګه كښې د همكارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔

مزید خبریں