په یوم اقبال ،  9 نومبر به ګرد هېواد كښې  عامه رخصتي وي ، کابینه ډویژن نوټیفکیشن جاري كړو

اسلام آباد۔05 نومبر(اے پي پي) وفاقي حکومت د  علامه محمد اقبال زېږدنې   په موقع د ګل په ورځ په  9 نومبر ګرد هېواد كښې په رسمي توګه د عامې رخصتۍ اعلان کړے دے  ۔ د کابینه ډویژن د اړخه   جاري نوټیفکیشن  تر مخه په  9 نومبر   د كل په ورځ به  ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وي ۔ د رخصتۍ په مهال به ټولې وفاقي و صوبائي سرکاري و نیم …

اسلام آباد۔05 نومبر(اے پي پي) وفاقي حکومت د  علامه محمد اقبال زېږدنې   په موقع د ګل په ورځ په  9 نومبر ګرد هېواد كښې په رسمي توګه د عامې رخصتۍ اعلان کړے دے  ۔ د کابینه ډویژن د اړخه   جاري نوټیفکیشن  تر مخه په  9 نومبر   د كل په ورځ به  ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وي ۔ د رخصتۍ په مهال به ټولې وفاقي و صوبائي سرکاري و نیم سرکاري ادارې ، تعلیمي ادارې او  بینکونه بند وي ۔ کابینه ډویژن په دې لړ كښې اړوند وفاقي وزارتونو ، ډویژنز، د څلورو واړو  صوبائي حکومتونو ، د آزاد جموں و کشمیر او  ګلګت بلتستان چیف سیکرټریز  ته په رسمي توګه مراسله  جاري کړې ده ۔

مزید خبریں