پېښور ۔ 05 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د زيارت په ورځ په پېښور كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنه كښې د درې ماشومانو په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې فېصل كريم كنډي په چاؤدنه كښې د ماشومانو په زيان غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د كوچنيانو د قيمتي ځانونو زيان …
ګورنر فېصل كريم كنډي پېښور كښی د ګاز سلېنډر چاؤدنه كښی د درې ماشومانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 05 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د زيارت په ورځ په پېښور كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنه كښې د درې ماشومانو په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې فېصل كريم كنډي په چاؤدنه كښې د ماشومانو په زيان غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د كوچنيانو د قيمتي ځانونو زيان يوه دړدېدلې پېښه ده۔ ده په پېښه كښې ژوبل شوې مېرمنې او نورو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده اړوندو چارواكو ته ژوبل شوو له د غورو طبي اسانيو برابرو هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل د غم دړد په دې سخت وخت كښې مونږ ځپلې كورنۍ سره يو۔ ګورنر دعا وكړه چې پروردګار دې ځپلې كورنۍ له د دې غم د زغملو حوصله او همت وركړي۔











