حکومت په هېواد كښې د کېش ليس معيشت زياتولو، د ډيجيټل ادائيګو دائره پراختيا كولو او تر مالياتي خدمات د عامو وګړو رسنه ښه كولو عزم لري۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د ماسټر کارډ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت په هېواد كښې د کېش ليس معيشت زياتولو، د ډيجيټل ادائيګو دائره پراخه كولو او تر مالياتي خدمات د عامو وګړو رسنې ښه كولو  له عزم لري، محفوظ او موثره ډيجيټل مالياتي نظام جوړوو چې پكښې سائبر سکيورټي او د مالي فراډ مخنيوې ته مركزي اهميت ترلاسه دے۔ ده دا  خبرې د …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت په هېواد كښې د کېش ليس معيشت زياتولو، د ډيجيټل ادائيګو دائره پراخه كولو او تر مالياتي خدمات د عامو وګړو رسنې ښه كولو  له عزم لري، محفوظ او موثره ډيجيټل مالياتي نظام جوړوو چې پكښې سائبر سکيورټي او د مالي فراډ مخنيوې ته مركزي اهميت ترلاسه دے۔ ده دا  خبرې د شورو په ورځ د ماسټر کارډ پلاوي سره كړې ٬ د پلاوي مشري د ډويژن پريذيډنټ ايسټ عربيه مارك ايليټ كوله۔ په ملاقات كښې ډيجيټل ادائيګو، مالياتي شموليت، سائبر سکيورټي او په پاکستان كښې کېش ليس معيشت ته ودې وركولو لپاره د شريكې مرستې په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير د پاکستان مالياتي څانګې سره د ماسټر کارډ د اوږدې مودې تړون او په هېواد كښې د ډيجيټل بدلون عمل كښې په مرسته كښې د خوښۍ ستائنه وكړه۔ ده د وزيراعظم کېش ليس معيشت اقدام اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل  ډيجيټل مالياتي سهولتونه د زراعت،  اېس اېم ايز او د معيشت نورو محرومو طبقو په معاونت كښې مهم كردار لوبولې شي۔ په ملاقات كښې د پولې پورې ترسيلات زر په نظام كښې ښه والے، د ډيجيټل ادائيګو بنيادي ډھانچه مضبوطولو او د سائبر سکيورټي د ودې د امكانات هم جاج واخستلے شو۔ په دې موقع مارک ايليټ پاکستان لپاره د ماسټر کارډ د اوږدې مودې عزم پخلي كولو سره ووئيل  کمپني خپل نړيوال مهارت او تکنيکي صلاحيتونو  سره د پاکستان  د ډيجيټل بدلون په عمل كښې معاونت كول غواړي۔  په ملاقات كښې دواړو ډلو نزدې رابطه په ځائے ساتلو او د پاکستان ډيجيټل معيشت پرمختګ لپاره د عملي مرستې موقعو لټولو ته  اتفاق وكړ و۔ د ماسټر کارډ پلاوي كښې د پاکستان او افغانستان کنټري منيجر ارسلان خان او ډائريکټر پبلك سيکټر جبران جمشيد هم شامل وو۔

 

مزید خبریں