د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د زياتو شوو چينو برامد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه، د قامي ضرورتونو ترسره كولو لپاره د چينو ستراتېژك پانګو د برقراره  ساتلو امر

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوند چارواكو ته امر كړے دے چې قامي ضرورتونو ترسره كولو لپاره د چينو ستراتېژك پانګې برقراره اوساتي او دا خبره باوري كړي چې صارفينو لپاره په بيعه كښې د زياتوالي كوم فشار راپېدا نشي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوند چارواكو ته امر كړے دے چې قامي ضرورتونو ترسره كولو لپاره د چينو ستراتېژك پانګې برقراره اوساتي او دا خبره باوري كړي چې صارفينو لپاره په بيعه كښې د زياتوالي كوم فشار راپېدا نشي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د زياتي چينو درامد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د زياتي چينو د برامد منظم او موثره كولو لپاره د روانو اقداماتو جاج واخستلے شو او په دې لړ كښې انتظامي، تکنيکې او د طريقه کار چارو ته حتمي شكل وركړے شو۔ په غونډه كښې د چينو موجوده پانګو او د هېواد د ضرورتونو تفصيلي جاج واخستلے شو دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې د چينو برآمد څخه په هېواد كښې د چينو د بيعې استحكام ونه ځپلے شي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د خوراك د زياتو څيزونو برامد زرعي معيشت قوي كولو او قيمتي زرمبادله ګټلو لپاره ضروري ده خو د هېواد د صارفينو د مفادات تحفظ  ته  حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي۔ ده اړوند چارواكو ته امر وكړو چې قامي ضرورتونو ترسره كولو لپاره د چينو ستراتېژك پانګې په ځائے وساتي  او دا خبره دې باوري كړي چې صارفينو لپاره په بيعه كښې د زياتوالي كوم فشار راپېدا نشي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د کميټۍ د غړو  په قېمتي رائئے او مرسته مننه وكړه او د اضافي چينو د برآمد عمل په ښه ډول ترسره كولو لپاره ئې د دوي د اجتماعي هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن٬ احد چيمه او وزير مملكت بلال كياني٬ د وزيراعطم سلاحكار هارون اختر ٬ د خاص مرستيال طارق باجوه، د خزانه، تجارت، قانون و انصاف او د قومي غذائي تحفظ و تحقيق سيکرټريز پشمول د اړوند وزارتونو او څانګو لوړ پورو ګډون كولو۔

مزید خبریں